د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
هنگري: د پولیسو او مهاجرو ترمنځ زور زیاتی
یو وار بیا په سونو مهاجر توانیدلي د هنگري او صربستان له پولې تیر شي څو په پياده بوداپست ته ځانونه ورسوي. مهاجرو د روڅکه په موقتي کمپ کې د نوم ثبتول رد کړي ول. د رسنیو په حواله د مهاجرو د ایسارولو د هڅې په نتیجه کې گډوډي رامنځ ته شوه او پولیسو د مرچ لرونکي سپری څخه کار واخیست. بیا وروسته دغه مهاجرو ته چې ډیری کورنۍ او ماشومان هم په شامل ول، د پولې څخه د تیریدو اجازه ورکړل شوه.
چیک جمهوریت او سلواکیا د مهاجرو د تقسیم په اړه په خپل دريځ ولاړ دي
د اتریش لومړی وزیر ویرنر فیمن په دی ونه توانید د چیک جمهوریت او سلواکیا د حکومتونو مشران د مهاجرو په ستونزه کې زیاتې مرستې ته اماده کړي. په براتیسلاوا کې د دغه دریو سوسیال ډیموکراتو تر لیدنې کتنې وروسته د سلواکیا لومړي وزیر روبرت فیکو وویل د مهاجرو دغه لازمي ویش یو «نامعقول» کار دی. نوموړي د دې په دلیل کې زیاته کړه چې مهاجر منځنۍ اروپا ته تلل نه غواړي.
شمالي او جنوبي کوریا د جدا شویو کورنیو د بیرته لیدنې کتنې پر موضوع توافق کړې
تر سختې معاملې وروسته شمالي او جنوبي کوریا د جدا شویو کورنیو د بیرته یوځای کولو پر سر توافق ته رسیدلي. د توافق له مخې به د دواړو هیوادونو هغو وگړو ته د یو بل سره د لیدنې کتنې اجازه ورکړل شي چې د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۳م کالو کې د کوریا د جگړې پر مهال د خپلو خپلوانو جدا شوي ول. په دغه خبرو اترو کې د دواړو خواو ۱۰۰ کورنیو ته د لیدنې کتنې اجازه ورکړل شوې. دغه کورنۍ به د اکتوبر د ۲۰ او ۲۶ نیټې ترمنځ سره وگوري.
کامیرون د پارلمان په یوه رای گیري کې د ماتې سره مخ شوې
د بریتانیې لومړی وزیر دیود کامیرون په اروپايي ټولنې کې د دغه هیواد د پاته کیدو پر سر د ټول پوښتنې په هلکه د پارلمان په یوه رای گیري کې د ناکامۍ سره مخ شوی. کیمرون غوښتل هغه مقررات یو څه نرم کې چې د پلان شوي ریفرنډم ۲۸ ورځې د مخه وزیرانو ته د مالي او نورو معاملو په اړه د اعلانونو اجازه نه ورکوي. د پارلمان ۲۸۵ استازو د کامیرون د غوښتنې پلوي او ۳۱۲ یې مخالفت وکړ.
آلمان نه غواړي د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد جگړه کې شریک شي
د آلمان حکومت ویلي چې نه غواړي په سوریه کې د «اسلامي دولت» ډلې سره له جگړې له پاره جنگي جټ الوتکې ولیږي. دا په داسې حال کې ده چې فرانسې په سوریه کې د دغه ډلې پر ضد هوايي بریدونه ته بشپړ چمتوالی ښودلی. مرستیال لومړي وزیر زیگمرگابریل وویل چې زه په دې عقیده یم چې آلمان په دې جگړه کې باید د پوځي وسایلو سره شامل نه شي.
بمي برید په ترکیه کې ۱۰ تنه پولیس وژلي
په ترکیه کې یوه بمي برید ۱۰ تنه پولیس وژلي. یوه حکومتي استازي ویلي چې د پولیسو په یوه سروس موټر دغه برید نن، سه شنبه په «اغدیر» ایالت کې ترسره شوې. په دې وروستیو کې د کردانو د منع شوي کارگر گوند او حکومت ترمنځ لانجه یو وار بیا پراخه شوې ده. د ترکیې هوايي ځواک د سه شنبې په شپه هم د عراق په شمال کې د «پي کې کې» پر سنگرونو خپلو بریدونه ته دوام ورکړ.