د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
پاپ فرانسيس د ايستر دعا وکړه
پاپ فرانسيس د پېتر په ميدان کې له لسګونو زرو عيسويانو سره يو ځای د ايستر مراسم تر سره کړل. هغه پر انسانانو باندې غږ وکړ چې د «خدای د عجايبو» له پاره يې بايد زړه تل پرانيستی وي. ورپسې يې د پېتر د بازيليکا له برنډې څخه د «اُوربي اېت اوربي» يعنې دغه ښار او ټولې نړۍ ته ادعا وکړه. له بريدونو څخه د وېرې له کبله کلک امنيتي تدابير نيول شوي ول. پاپ په دې مراسمو سره د حضرت عيسی (ع) د قيام ياد تازه کوي.
له ختيځې غوطې څخه د ملکيانو پر ايستلو توافق
سوريايي ياغيان او روسيه د دوما ښار د خالي کولو په هکله نهايي توافق ته رسېدلي دي. دغه خبر د سوريې دولتي رسنۍ او اپوزيسيون ته نزدې د بشري حقونو څار ډله په يوه خوله کوي. د جيش الاسلام په نوم اسلامپاله مليشې او روسي مرکچيانو توافق وکړ چې تقريبا ۱۳۰۰ کسان به د جنګ ځپلې سوريې شمال ته اوس انتقال شي. دغه خبر د بشري حقونو څارډله کوي. د اپوزيسيون رسنۍ بيا خبر ورکوي چې ټول دغه موارد بشردوستانه انګيزه لري.
اسرائيل د غزې د احتجاجونو په اړه پلټنه ردوي
د غزې له تراډې سره پر فلسطينيانو باندې تر مرګونو ډزو وروسته د اسرائيل د دفاع وزير، آويګدور ليبرمن، د مستقلو پلټنو غوښتنه ردوي. ليبرمن د پوځ له خوا په نشرياتو کې وويل چې اسرائيلي عسکرو هغه څه وکړل چې ورته اړتيا ليدل شوې وه. د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونيو ګوتېرش، د دغو پېښو مستقله او بې طرفه څېړنه غوښتې وه. دغه نظر د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئولې، فدريکا موګريني هم تائيد کړی دی.
ماس: روسيې ته د کړکېچونو په هواري او بې وسلې کولو کې اړتيا لرو
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماس، د ديپلوماتيکو ترينګلتياو سربېره هم د روسيې په لور ګام اخلي. ماس د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل چې د روسيې له خوا د تېرو کلونو د برخورد له کبله ډېر اعتبار له منځه تللی دی. په ورته وخت کې روسيه بيا د هغه په خبره د ملګري په توګه هم اهميت لري څو د ساري په توګه سيمه يز کړکېچونه حل، بې وسلې کول صورت ونيسي او د بين المللي څو اړخيز نظام څخه اړين ملاتړ وشي.
روسي والي په مغازو کې تر اورلګېدنې وروسته استعفا ورکړه
د روسيې د کېمېروو د سيمې والې وروسته له هغه استعفا ورکړه چې د ۶۰ مړو په شمول د سودا په يوه مرکز او ټولو مغازو کې اور لګېدلی و. والي، امان تولې ايف، په خپل درې دقيقه يي ويډيويي پيغام کې وويل چې هغه خپله وظيفه چې د ۲۱ کلونو راهيسې يې لري، «د دغسې يوې درنې پړې» سره نوره نه شي مخ ته وړلی. د تولې ايف په خبره د هغه استعفا په دغو شرايطو کې «يوازنۍ صحيح پرېکړه» وه.
د متحده آيالاتو او جنوبي کوريا مانور پيل شو
جنوبي کوريا او د امريکا متحده آيالاتو يو کډ نظامي مانور پيل کړی دی. په دغو کلنيو تمريناتو کې چې «فول ايګل» او «کي رېزولف» نوميږي، تقريبا ۱۱نيم زره امريکايي او ۲۹۰ زره د جنوبي کوريا عسکر برخه اخلي. دغه خبره په سئول کې مېشت د جنوبي کوريا د دفاع وزارت وکړه. اصلا دغه اته اوونيز مانور د فبرورۍ د مياشتې له پاره پلان شوی و، خو هغه د المپيک د ژمنيو لوبو او د پاراليمپيک سياليو له کبله ځنډېدلی و.
مالي اسلامپال نړيوالې جزايي محکمې ته وسپاره
يو شکمن اسلامپال کس د مالي له طرفه د دېن هاګ نړيوالې جزايي محکمې ته معرفي شوی دی. په هغه باندې په دښته کې پروت د تيمبوکتو په ښار کې جنګي جنايات او د بشريت پر ضد د جرايمو د تر سره کولو تور پورې کيږي. محکمې د سه شبنې په ورځ د تورن کس په وړاندې د نيولو امر جاري کړی دی. دا د مالي د يوه اسلامپال پر ضد دويمه محاکمه ده، چې په دېن هاګ کې صورت نيسي.