د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په کابل کې سخت ځانمرګی بريد وشو
د افغانستان په پلازمېنه کې يوه ځانمرګي بريد کوونکي لږ تر لږه ۴۸ انسانان وژلي دي. پوليسو په کابل کې ويلي دي چې سربېره پر دې څه باندې ۵۰ نور کسان ټپيان شوي هم دي، په داسې حال کې چې بم د تذکرو د وېشلو د يوه مرکز مخکې د خلکو په منځ کې وچاوده. د دغې خونړۍ پېښې مسئوليت د «اسلامي دولت» تروريستي ډلې منلی دی. د تذکرو د وېش په مرکز کې وګړي کولای شي د ټاکنو له پاره کارټونه هم لاسه کړي.
نالس د آلمان د سوسيال دموکراتانو مشره وټاکل شوه
د آلمان سوسيال دموکرات ګوند په خپله ګوندي کنګره کې په ګوند کې د تغييراتو او د يوې نوې مشرې د ټاکلو په هکله سلامشورې وکړې. په دې ترڅ کې اندريا نالس په ۶۶ سلنه رايو سره د ګوند نوې مشره وټاکل شوه. په دې ترتيب د دغه ګوند په تقريبا ۱۵۵ کلن تاريخ کې په لومړي ځل يوې ښځې د ګوند مشري په غاړه واخيستله. د سوسيال دموکرات ګوند سرپرست يا چارسنبالي مشر، اولاف شولڅ، له «يوې تاريخې شېبې» څخه خبرې کولې.
د آلمان حکومت غواړي چې په زرګونو کډوال عراق ته ستانه کړي
آلمان او عراق د هغو کډوالو د ستنولو او بيا ادغام په برخه کې د همکارۍ توافق کړی دی چې په آلمان کې د پاته کېدو امکان نه لري. دغه خبره د پرمختيايي چارو وزير، ګېرد ميولر، په بغداد کې تر خبرو وروسته وکړه. ميولر غواړي چې د کردانو په اربيل ښار کې د کډوالو د مشورو يو مرکز پرانيزي. يو بل مرکز په بغداد کې هم پلان شوی دی. هدف يې دا دی چې «له آلمان څخه تر لس زرو پورې عراقيانو څخه ملاتړ وشي».
ايران د اتومي تړون له لغوه کېدو څخه خبرداری ورکړ
ايران ګواښ کړی دی چې که د امريکا متحده آيالات په ۲۰۱۵ کال کې له لاسليک شوي اتومي تړون څخه په شا شي، به دغه هېواد د يورانيمو د غني کولو بهير بېرته «په زغرده» پيل کړي. د ايران د بهرنيو چارو وزير، محمد جواد ظريف، په نيو يارک کې خبريالانو ته وويل چې سربېره پر دې به پر «قاطع تدابيرو» غور وشي. نوموړي يو ځل بيا پر اروپايانو باندې غږ وکړ چې ولسمشر دونالد ترمپ دې ته وهڅوي چې اتومي تړون مراعات کړي.
پوليسو په ارمنستان کې پر مظاهره چيانو حمله کړې
په ارمنستان کې د سړک په سر د جاري احتجاجونو په لسمه ورځ دولتي ځواکونو په تاوتريخوالي سره د مظاهره چيانو پر ضد عمل کړی دی. په پلازمېنه ايريوان کې د فعالينو په حواله په لسګونو کسان نيول شوي دي. د اپوزيسيون مشر، نيکول پاشينجان، او نور د ولس استازي په «زور سره نيول شوي» ځکه چې دغه احتجاجونه «غير قانوني» دي. دغه خبره پوليسو کړې ده.
په فرانسه کې د مون سان ميشل سيمه تخليه شوه
د توريستانو او سيلانيانو د علاقې وړ د مون شان ميشل سيمه د فرانسې په نورماندي کې تر يوه اخطار وروسته تخليه شوې ده. د فرانسې پوليسو ويلي دي چې سيلانيانو او ځايي اوسېدونکي بايد له دغه ټاپو څخه وتلي وای، وروسته له هغه چې د يوه شکمن سړي د شکمنو کړو وړو په هکله خبر ورکړل شوی و. دغه سړي ښايي ګواښ کړی وي چې د پوليسو پر ضد عمل به تر سره کړي. په هغه پسې لټون ناکامه پاته شو.