د نړۍ هغه لس ښارونه چې تنفس پکې له خطره خالي نه دی
د «ایئر ويژول» په نامه کمپنۍ د نړۍ د مختلفو ښارونو د هوا د کیفیت په اړه تازه ارقام خپروي. د «هوا د کیفیت شاخص» په حواله د نړۍ مهم خو د خطرناکې هوا درلودونکو ښارونو درجه بندي په دې انځوریز رپوټ کې لیدلی شئ.
۱۔ لاهور
ایئر ویژول په دې وروستیو کې د پاکستان د لاهور ښار د «هوا د کیفیت شاخص» درجه تر۵۰۰ لوړ ثبت کړې ده. د PM2.5 یا په هوا کې د کوچنیو ذرو د کټه ګورۍ د ستندرد پر اساس په هوا کې د ډيرو کوچنیو ذرو اندازه اخیستل کیږي چې له تنفس سره سږو او حتی وینې ته ننوزي. د نړیوال روغتیایې سازمان د ۲۰۱۲م کال د ارقامو په حواله په لاهور کې د PM2.5 د کلنې کچې اوسط ۶۸ وو.
۲۔ نوی ډهلي
د «هوا د کیفیت شاخص» کې تر لاهور وروسته تر ټولو ککړه هوا د هندوستان په پلازمېنې نوی ډهلي کې ثبت شوې ده. په دې ښار کې PM2.5 یا د هوا د کوچنیو ذرو اندازه تر درې نیم سوو پورې ثبت شوې ده. د نړیوال روغتیایې سازمان د ۲۰۱۲ م کال د رپوټ پر بنسټ په نوي ډهلي کې د PM2.5 کلنې اوسط ۱۲۲ وو.
۳۔ اولان باتور
د منګولیا پلازمېنه اولان باتور د ایئر ویژول د ګټه ګورۍ پر اساس په دریم نمبر کې رازي چیرې چې PM2.5 په کې تر ۱۶۰ لوړ دی.
۴۔ کلکته
د هندوستان د کلکتې ښار هم د نړۍ د ککړې هوا لرونکو ښارونو په نوملړ کې په څلورم مقام کې ځای نیولی دی.
۵۔ تل ابیب
د اسرائیل په تل ابیب ښار کې د PM2.5 اندازه ۱۵۰ ته نږدې ده. ۔ د نړیوال روغتیایې سازمان د ۲۰۱۴م کال د ارقامو پر بنسټ په تل آبیب کې د M2.5 کلنې اوسط ۲۰ وو، په داسې حال کې چې منل کیدونکې اندازه ۵۰ ښودل شوې ده.
۶۔ پورت هارکورت
د نایجیریا د پورت هارکورت ښار چې تر یوه میلیون زیات نفوس لري په دغه فهرست کې په شپږم نمبر کې ځای نیولی. په دې ښار کې د هوا د کیفیت شاخص ۱۴۰ محاسبه شوی دی.
۷۔ ممبئې
د ممبئې ښار د ککړې هیوا درلودونکو ښارونو په دې نوملړ کې د هندوستان دریم ښار دی چې پکښې د «هوا د کیفیت شاخص» ۱۳۳ وو.
۸ ۔ شنګھای
د چين شنګهای ښار هم د ککړي هوا درلودونکو ښارونو په نوملړ کې شامل دی چې پکيښ د هوا خرابوالی ۱۲۹ ثبت شوی دی.
۹۔ شینگدو
د چين د شینګدو ښار تر یو میلیون ډير اوسیدونکي ککړه هوا تنفس کوي. د ایئر ویژول په حواله په دې ښار کې د کوچنیو خطرناکو ذراتو د اندازه ګیرۍ ستندرد ۱۱۴ وو.
۱۰۔ هنویې
د ویتنام په پلازمېنه هنویې کې د هوا د کیفیت شاخص درجه ۱۱۲ وو، چې د منل شوي ستندرد څخه تر دوه برابره هم زیات دی.