د هغو افغان کورنیو شمېر زیات شوی چې خپل ماشومان پلوري
په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ له امله د هېواد له ډېرو برخو څخه داسې راپورونه ورکول کېږي چې کورنۍ غواړي خپل ماشومان وپلوري. په کندهارکې یوه مور غواړي چې خپلې لوڼې له لوږې د ژغورلو په موخه وپلوري.
شیما یوه ۵۵ کلنه ښځه ده چې د افغانستان په کندهار ولایت کې اوسیږي. د شیما خاوند داود چې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو پخوانی غړی وو، له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی. د هغې زوی محمود چې هغه هم د امنیتي ځواکونو غړی وو، اوه کاله وړاندې ورک شوی او اوس هم لا درکه دی.
هغه له دوو لوڼو سره د طالبانو تر واکمنیدو وروسته د بې وزلۍ او بې وسۍ له امله ډیر رنج وړي. شیما په یوه داسې کرايي کور کې ژوند کوي چې د ژوند کولو نه دی او ۳۰۰۰ افغانیو کرایې په بدل کې د خپل مالک کور پاکوي. د هغې په پخلنځي کې یوازې د وچې ډوډۍ څو ټوټې او یو څو پیاز او کچالو لیدل کیدی شي.
شیما چې د ملا ديسک له درد څخه رنځ وړي، غواړي د ځان درملنه وکړي، مګر د عملیات څخه د ژوندي پاتې کیدو هیله نه لري. هغې وويل: «ما د دې پرېکړې له امله رواني ستونزې پیدا کړي خو زه هیڅ انتخاب نه لرم.» زه غواړم چې دوی د یو چا سره وي ترڅو دوی وږي نه شي. هغه غواړي خپلې لوڼې په ۳۰ زره افغانیو وپلوري.
له دې ټولو ستونزو سره سره هم هغه هڅه کوي چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي ترڅو دوی لږ تر لږه د زده کړې له لارې خپل ژوند بدل کړي او له فقر او بدبختۍ څخه خلاصې شي. شیما وویل: «زموږ سره د کورني هيڅ کوم غړي مرسته نه ده کړې.«
خو دې مور اوس پریکړه کړې چې خپلې لوڼې وپلوري څو یې د خوارځواکۍ او لوږې څخه وساتي. د ژمی د نږدې کیدو سره دا مور نوره هم اندیښمنه کیږې: «هره ورځ زه کچالو جوشوم یا خپلو ماشومانو ته وچه ډوډۍ ورکوم.» نیکلا او مهتاب نه غواړي له خپلې مور څخه جلا شي او وايي چې زده کړې به وکړې او له خپلې مور سره به مرسته وکړي.
په افغانستان کې ډیری ځوانې نجونې د هلکانو په پرتله ژر پلورل کیږي. ځکه نجونې په همدې ماشومتوب کې په زور ودیږې، خو هلکان یوازې له کوره بهر کار کوي. شیما د خپل میړه د بونس غوښتنه وکړه، خو نه یې زوی او نه یې خاوند ته پیسې ورکړل شوې. اوس د طالبانو په راتګ سره داسې کار ناشونی شوی او شیما یې هیله له لاسه ورکړې ده.
د بشري حقونو سازمان په افغانستان کې د بې وزلۍ او د ماشومانو د پلورلو ډیریدو ته اندېښنه ښودلې ده. وروسته له هغه چې طالبانو واک تر لاسه کړ له افغانستان سره د نړیوالو مرستو بندیدل او اقتصادي بحران افغانستان یې له یوه «بشري ناورین» سره مخ کړ.