د هند د کریکټ ملي لوبډلې د نویو کمیسونو رنګ ولی شخړیز شو؟
۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبهد کوربه هیواد بریتانيا پر وړاندې د لوبې پر مهال هندي لوبغاړي د آبي رنګه دودیز یونیفورم پر ځای له نارنجې رنګه کمیسونو سره راڅرګند شول. دا رنګ چې په نویو کمیسونو کې لیدل کیږي، په هند کې«بهګوا» رنګ ویل کیږي.
په عادي وختونو کې دا د هندوانو یو مذهبي رنګ بلل کیږي، خو په دې وروستیو کې دا د هندو مذهبه افراطیانو په نخښې بدل شوی دی چې همدا د شخړې د رامنځته کیدو اصلي دلیل دی.
په هند کې د اپوزیسیون ګوندونه د «بهارتیه جنتا پارټي» پر هندي ملتپاله واکمن ګوند تور لګوي چې د هندو مذهب د کلتور عامولو هڅه کوي. د هند په کانګرس کې د اپوزیسیون یوه لوړ پوړې مشر عارف نسیم خان د«بهګوا» رنګ پر استعمالولو نیوکه کړې.
نسیم خان ویلي: «که هغه لوبه وي، کلتور یا کوم بل ډګر، د افسوس خبره ده چې هر څه ته د«بهګوا» رنګ ورکول کیږي. موجوده حکومت هیواد د هندو افراطیت پر لور روان کړی دی. دا به د هیواد یووالی تباه کړي.«
د اپوزیسیون د«سماج وادي ګوند» څخه عاصم اعظمي تور لګولی دی چې: «که مودي غوښتل چې د لوبغاړو د کمیسونو رنګ بدل کړي، نو د هندوستان د بیرغ رنګ به یي ورکړی وای. ما به هیڅ اعتراض نه وای کړی، خو هر شی د «بهګوا» په رنګ رنګول غلط کار دی.«
د هند د لومړي وزیر نریندر مودي واکمن ګوند (بي جي پي) دغه نیوکې طفلانه او بې بنسټه بللي دي او ویلي يي دي چې په اصل کې د اپوزیسیون له ګوندونو سره بله کومه موضوع نه وه، ځکه نو وړې وړې خبرې راپورته کوي.
د هند د کریکټ ملي لوبډلې د دغو نویو کمیسونو په هکله په ټولنیزو رسنیو کې هم ډیر تند بحثونه راپورته شوي دي. یوه ډله وایي چې دغه لوبغاړي د «بهګوا» رنګ په کمیسونو کې ډیر سمارټ یا ښایسته ښکاري او بله ډله بیا دا په هر څه کې د هندو مذهب د کلتور او عقیدې د داخلولو هڅه بولي.
د دویم ځل له پاره د هند په ټاکنو کې د لومړي وزیر نریندر مودي تر بریا وروسته، په ځانګړي توګه په دغه هیواد کې له میشتو مسلمانانو سره دا ویره پیدا شوې ده چې د افراطي ملتپاله هندوانو له خوا به د لا زیات طبعیضي چلن سره مخامخ شي.
Javed Akhtar/sn/nz