د ویانا غونډه د طالبانو د مخالفو څیرو په موجودیت کې پیل شوه
۱۴۰۲ اردیبهشت ۴, دوشنبهدغه غونډه د دوشنبې (د اپریل میاشتې ۲۴ نیټه) په ورځ د یو شمیر سیاسي څیرو، مدني فعالانو، د افغانستان د پخواني پارلمان د استازو او د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو د استازو په موجودیت کې پیل شوې ده.
ملګري ملتونه د افغانستان په اړه نړيواله غونډه جوړوي
د «ملي مقاومت جبهه» چې د طالبانو پر وړاندې یې وسله وال مقاومت ته دوام ورکړی دی په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «احمد مسعود[د دې جبهې مشر] له یوه پلاوي سره په دې غونده کې د ګډون کولو له پاره ویانا ته تللی دی. ټاکل شوې ده چې نوموړی به د غونډې ترڅنګ له خبریالانو سره په مطبوعاتي کنفرانس، په افغانستان کې د بشري حقونو مراعاتولو په ملاتړ کې له اروپا میشته وطنوالو سره په لیدنه کتنه او د ښځو په غونډه کې ګډون وکړي.»
زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:
د دغې غونډې یوه تن ګډون کوونکي دویچه ویله ته وویل: «د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا سربیره، یو شمیر پخواني چارواکي، د پخواني پارلمان استازي او د ښځو د حقونو فعالان هم په دې کنفرانس کې ګډون لري.»
دا دویمه غونډه ده چې د اتریش د نړیوال انیستیتوت له خوا د افغانستان د کړکیچ او ورته د یوې سیاسي حل لارې پيدا کولو په خاطر د طالبانو د مخالفینو او سیاسي څیرو په حضور کې ترسره کیږي.
د سمرقند غونډه، روسیه او ګاونډي هېوادونه پر افغانستان غږیږي
د تیر کال په غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم حضور درلود. خو نبیل په یوه تویتري پيغام کې ویلي دي چې د یو شمیر ستونزو له کبله یې د سږ کال په غونډه کې ګډون نه دی کړی. هغه ویلي دي: «د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتلو سره، د نظرونو یووالي او رغنده خبرو اترو ته لومړيتوب ورکول چې د اجماع سبب شي، دې هدف ته د رسیدو پر لور یو مهم ګام دی.»
زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:
ټاکل شوې ده چې یو شمیر سیاسي څیرې به په انلاین بڼه د دې غونډې له ګډون کوونکو سره خبرې وکړي.