د پاکستان د سپر لیگ پای لوبه پيښور زلمو وگټله
د پاکستان سپر لیگ (پي اس ال) کریکټ سیالیو پای لوبه په لاهور کې تر سره شوه. پای لوبه پیښور زلمي، له کویټه گلېډیټرز څخه په ۵۸ منډو وگټله. د پې اس ال نوري سیالۍ تر دې دمخه په متحده عربي اماراتو کې تر سره شوې وې.
د پاکستان سپر لیگ، کریکټ سیالۍ په پای لوبه کې پیښور زلمي خپلې سیالې لوبډلې کویټه گلیډيیټرز ته په ۵۸ منډو ماتې ورکړه. پیښور زلمي لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۹ منډې هدف وټاکه خو کویټه گلیډيیټرز دغه هدف پوره نه کړی شو. د پیښور زلمي له لوري کامران اکمل پر ۳۲ توپونو ۴۰ منډې وکړې.
د پنجاب ایالت د لاهور ښار په قذافي نومې لوبغالې کې کې دغه پای لوبه وشوه. تر دې دمخه د پي اس ال ټولې سیالۍ په متحده عربي آماراتو کې تر سره شوې وې. د لوبې د لیدو له پاره ډیر شمیر مینه وال راغلي وو، چې پکښې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
څو ورځې تر مخه په لاهور کې د پای لوبې د کتلو له پاره د ټکټونو پلور پېل شوی وو. خلک په اوږدو اوږدو کتارونو کې ولاړ ول چې دغه ټکټونه راونیسي. خو پر دې سربیره هم ډیری کسانو پر دې نه وو توانیدلي چې ټکټونه تر لاسه کړي.
په وروستیو اوونیو کې د لاهور په شمول د پاکستان په یو شمیر ښارونو کې د ترهگرۍ پیښو ته په کتو سره د دغې پای لوبې له پاره ځانگړي امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي وو.
د لوبغالی په شا او خوا سیمه کې پولیسو چې پر آسونو سپاره ول، هم گزمې کولې. د یوې احتمالې پیښې د مخنیوي له پاره ډیر شمیر ځواکونه پر دندو گمارل شوي وو.
که څه لوبه د ماښام پر اته بجه پیلیده خو تر هغې څخه د مخه ځانگړي مراسم په پام کې نیول شوي وو او د لوبې مینه وال هم له مازیگره څخه د لوبغالی پر لور روان وو. د یوه هجوم د مخنیوي له پاره خاص تدابیر نیول شوي وو.
د کویټه گلیډيیټرز لوبډله ښه و نه ځلیده. د پیښور زلمي د ۱۴۸ منډو په تعقیب د کویټه گلیډییټرز ټوله لوبډله په اوولسم اوور کې د نوي منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده. د دې یوه وجه دا هم ښوول کیږي چې د کویټه گلیډییټرز څلور بهرني لوبغاړي لاهور ته نه ورغلل.
خو بیا برعکس په پیښور زلمي لوبډله کې لوبیدونکو بهرنیو لوبغاړو لاهور ته سفر وکړ. کله چې د دغه لوبډلې بهرني لوبغاړي میدان ته ورغلل نو د لوبې نندارچیانو یې تود هر کلی وکړ. د پیښوز زلمي کپتان سامي ډیرن، په وروستي اوور کې ډیره په زړه پورې لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې د منډو په ډیرولو کې یې مرسته وکړه.
د لوبې مینه والو د خپلې خوښې د لوبډلو کالي اغوستي وو او پر دې سربیره یې پر مخونه بیرغونه رسم کړي وو. لکه په دغه انځور کې د لوبې یو مینه وال.
له بهرنیو لوبغاړو سره ځایي کسانو سیلفي عکسونه اخیستل.
د پیښور زلمي د لوبډلې څو مینه وال. ویل شوي دي چې د لوبې نندارې ته ۲۷ زره کسان راغلي وو چې پکښې جگپوړي سیاستوال، پوځی چارواکي او نور مشران هم شامل وو.
د قذافي ستودیم شا او خوا یو کیلومتر ساحه د «ریډ زون» سیمه گرځول شوې وه او نندارچیان په لیرې ځایونو کې پیاده د سکیننگ له پړاوه تیر شول.