د پاکستان د هوايي شرکت پي آي اې، الوتکه رالویدلې
۱۳۹۵ آذر ۱۷, چهارشنبهد پاکستان انټرنیشنل ایر لاینز، ویاند دانیال گیلاني ویلي دي چې په الوتکه کې ۳۷ مسافر سپاره ول. ځیني خبرو آژانسونو دغه شمیر تر څلویښتو زیات ښوولی دی.
د رویټرز خبري آژانس د پاکستاني تلویزونی چینلونو له قوله رپوټ ورکړی دی چې دغې الوتکې د چهارشنبې په ورځ په سیمییز وخت د ماسپښین پر۳:۵۰ الوتنه کړې او تر هغې لږ څه وروسته یې له مرکز سره اړیکې پرې شوې ده.
د رویټرز په وینا جیو نیوز او ډان نیوز رپوټ ورکړی دی چې په دغه اې آر ټي ډوله الوتکه کې ۴۷ تنه موجود ول. د ځیني رسنیو د رپوټونو له مخې په الوتکه پخوانی د پاپ موسیقۍ سندرغاړی جنید جمشید هم موجود وو.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانگې یا آی اس پي آر ویلي دي چې څرخي الوتکې د حویلیاں سیمي ته د الوتکې د لټون په موخه استول شوي دي.
رویټرز په حویلیاں، کې د یوه ځایي چارواکي تاج محمد خان له قوله لیکلي دي چې ټول جسدونه سوځیدلي دي او د پيژندگلوۍ نه دي.
د پاکستان د هوایي چلن ادارې سي اې اې، په الوتکه کې د سپرو کسانو شمیر ۴۷ تنه ښوولی خو په چترال کې د دغه هوایي شرکت چارواکي سهیل احمد ویلي دي چې د عملې د څلورو کسانو په شمول الوتکه کې ۴۱ تنه سپاره وو.