1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د پي ټي ام عارف وزیر د اسلام آباد په روغتون کې سا ورکړه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۳, شنبه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی عارف وزیر د اسلام آباد په یوه روغتون کې ومړ. نوموړی د جمعې په ورځ د سویلي وزیرستان په واڼا سیمه کې په ډزو ویشتل شوی وو.

https://p.dw.com/p/3bgQ4
Pakistan Arif Wazir, Pashtun Tahaffuz Movement
انځور: Adnan Baitani

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) یو مخکښ غړی عارف وزیر د جمعې په ورځ (د می میاشتې په لومړۍ نیټه) له افغانستان سره د دغه هیواد په پوله جنوبي وزیرستان کې په ډزو ویشتل شوی وو. نوموړي په واڼا کې له خپل کور څخه دباندې قدم وهلو چې په موټر کې د سپرو نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وویشتل شو.
عارف وزیر په سخت ټپي حالت کې پلازمېنه اسلام آباد ته د درملنې له پاره انتقال کړای شوی وو، چیرې چې نن یعنې د می په دویمه نیټه یې سا ورکړه.
په دې اړه بشپړ رپوټ به لږ وروسته تاسې ته زمونږ په انټرنټ پاڼه کې وړاندې شي.