د پیښور نمک منډيي د غوښو بازار
په پاکستان کې د غوښو مینوال تر ډیره پورې پیښور ښار ته مخه کوي. د پیښور په نمک منډيي بازار کې د کبابو او غوښو بویونه، ان ماړه کسان وږي کوي. دا چې په دې بازار کې څه ډوال خواړه برابریږي، په انځورونو کې یې کتلی شئ.
له ترهګرۍ او بمي چاودنو اغیزمن شوی پیښور اوس هم د خپلو خوراکونو له کبله په ټول پاکستان کې شهرت لري. د ټول پاکستانه د غوښو د خوراک علاقمندان دغه ښار ته راځي او د دې ځاي له سیمه ایزو خوړو خوند اخلي. د دې خوراکونو له ډلې څخه هم د پیښور چپلي کباب دی چې ډیر مینوال لري.
د پاکستان د لاهور ښار یوه زده کوونکي محمد فهد د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې موږ فکر کوو پیښور ښار به ډیر ناامنه وي، خو د څو کلونو راهیسې دلته امنیت ښه شوی دی. فهد له لاهور څخه نمک منډيي ښار ته راغلي څو د دې ځای له خوړو خوند واخلي.
په پیښور کې پخیدونکي خواړه نه یوازې د دې سیمې د اوسیدونکو د خوښې وړ دي، بلکې ګڼ شمیر افغانان هم دغه راز خواړه خوښوي. د پښتنو په ټوله سیمه کې د غوښو کارول او خوړل ډیر دي او د یوې سیمې خواړه تر بلې سیمې جلا خوند او کیفیت لري.
د دې خوراکونو په ځینو ډولونو کې یوازې مالګه کارول کیږي. د کبابونو یو ډول بیا چې په پیښور کې ورته چرسي تکه ویل کیږي، په خپل ترکیب کې له مالګې پرته بل څه نه لري او د اور په سکروټو پخيږي. د دې سیمې د پسه د غوښې او یا د چرګ د غوښې کړايي هم زیات مینوال لري.
په پیښور ښار کې ځینې داسې هوټلونه شته چې د شپې تر ناوخته پورې پرانیستي وي. په دې هوټلونو کې خواړه سمدلاسه تازه پخیږي او له همدې کبله ځینې وخت د خوړ تیاروالی تر یوه ساعته پورې وخت نیسي.
په وروستیو وختونو کې د پیښور کبابونه او د غوښو خوړو په افغانستان کې هم خپل مینوال موندلي دي. په دې هوټلونو کې ځینو افغان کارګرو په افغانستان کې خپل شخصي هوټل پرانیستي او په ځینو مواردو کې په ورته نومونو فعالیت کوي.