د چین د دودیز طب او درمليزو میتودونو بیرته راستنیدل
۱۴۰۱ بهمن ۲۵, سهشنبهپه چین کې چې د نړۍ تر ټولو ډیر نفوس لرونکی هیواد دی، کوویډ-۱۹ په میلیونونو خلک په ناروغۍ اخته کړي دي او دغه ناروغي په هیواد کې د درملو د کمښت لامل شوې ده. ډېرو خلکو د ویروس د جدي اغیزو سره د مبارزې له پاره دودیز چینایي درملو ته مخه کړې ده.
د چين ولسمشر شي جين پينګ د چين د سختو اقتصادي ستونزو يو مهم لامل د کرونا ويروس ګڼلی او د دغه ويروس له پيله يې د چين د دوديزو درملو ترويج پيل کړ. په ورته وخت کې د روغتیا چارواکو د کرونا ویرس سره په مبارزه کې د دې درملو «مهم رول» و ستايه او ټينګار يې پرې وکړ.
له بلې خوا منتقدین وايي چې دا «علمي اساس» نه لري او د اصلي ناروغۍ په درملنه کې بې اغیزې دی. دا چې د دې د اغیزمنتوب ادعاوې نشي ثابت کیدای، ځکه چې کمزورې ارزونه يې شوې او په اړه يې ډېر لږ معلومات شتهپه ټوله نړۍ کې د درې په څلورمه برخه مړينو علت غير ساري ناروغۍ دي.
په ټوله نړۍ کې د درې په څلورمه برخه مړينو علت غير ساري ناروغۍ دي
چين په نړۍ کې يوه له هغو څو لرغونو ټولنو څخه ده چې پکښې د شفا دوديز ميتودونه، د بوټو او نورو طبيعي محصولاتو څخه نيولې د ستني وهلو تر طب او نيپي تولي غذايي رژيم پوري يوه معمولي روش دی.
يعنې د چين دوديز درمل له زرګونو کلونو راهيسې د هر ډول ناروغيو د درملنې له پاره کارول کېږي او په عصري وخت کې، په ميلیونونو خلک يې د بيلا بیلو ناروغیو د نخښو کمولو له پاره د عصري درملو سره يو ځای کاروي.
زموږ له آرشيف څخه: