د ښاپېرک په هکله حيرانونکي پټ حقايق ـ انځوريز البوم
د کرونا په بحران کي داسي اټکلونه زيات مطرح کيږي چي ګواکي دغه ويروس له ښاپېرکانو څخه انسانانو ته منتقل سوی دی. خو د دغه حيوانانو په هکله ښايي لاندني حيرانونکي معلومات هر چا ته نه وي معلوم:
شودې ورکوي
ښاپېرک ته په پښتو کي د شوپرک، آسمان څکالکي، آسمان چکالي، چرمي ښاپېرک، ماښمک او نور اصطلاحات هم کارول کيږي. دا حيوان چي د انټارکتيکا علاوه په نورو ټولو لويو وچو کي ژوند کوي يوازنی حيوان دی چي هم الوزي او هم خپلو چيچانو ته شیدې ورکوي. دغه حيوانان د غارونو تر څنګ په سواحلونو، ونو او د کورونو په چتونو کي لا هم اوسيږي.
پر پاڼه اوسېدنه
ښاپيرک تر ۱۴ سوه څخه زيات بېلابېل اقسام لري چي پکښي صرف ۵ ډوله يې سپين دي. لکه دغه سپين ښاپېرک چي د ۴ او ۵ سانتي متر تر منځ لويوالی لري، صرف په اينځرو ګوذاره کوي، د بېلکونيا په نوم بوټي پاڼي داسي پرې کوي چي د کږدۍ شکل اخلي او بيا ورباندي ژوند کوي.
د ويني تلاښ
ښاپيرک ته نژدې په ټولو عصرونو کي د شيطاني مخلوق خطاب سوی. خو په حقيقت کي صرف درې اقسام يې ويني چښونکي دي. دغه حيوانان د خپل ښکار ورېښنان ليري کړي او بيا د خپلو تېره غاښونو په مرسته ورڅخه وينه زبېښي. هغوی عموما آسان او بيده حيوانان خپل ښکار ګرځوي. دغه حيوانان پر انسانانو د حملو او ناروغيو د انتقال له پاره هم مشهور دي.
د ښاپيرک رادار
دغه حيوانان ډيري کوچنۍ سترګي خو لوی غوږونه لري. د هغوی ليدواک ډېر کم وي. خو هغوی په تاريکه کي د خوراک موندلو له پاره د رادار په شان خپل د حس يو نظام کاروي چي ورته «سونار» ويل کيږي. هغوی ته د آواز د انعکاس له لاري د څيزونو څخه فاصله او څرنګوالی يې حس کوي.
د ښاپيرک رادار
دغه حيوانان ډيري کوچنۍ سترګي خو لوی غوږونه لري. د هغوی ليدواک ډېر کم وي. خو هغوی په تاريکه کي د خوراک موندلو له پاره د رادار په شان خپل د حس يو نظام کاروي چي ورته «سونار» ويل کيږي. هغوی ته د آواز د انعکاس له لاري د څيزونو څخه فاصله او څرنګوالی يې حس کوي.
د ناروغيو کور
ښاپيرک په طبعي توګه د بيلو ويروسونو د تکثير له پاره بهترين دي. په دغو کي د سارس، ميس، سارس کويډ دوه او په ممکنه توګه د ايبولا ويروس هم شامل دی. کارپوهان اټکل کوي چي د دغه حيوان غيرعادي د بدن دفاعي نظام نورو ژوو ته د ويروسونو د انتقال وړتيا لري. پخپله ښاپيرک د بدن د جګي تودوښي او په وينو کي د زياتي ويروس ضد مادې له کبله محفوظ وي.
اوږد عمر
ښاپيرکان په يو کال کي يو بچی زېږوي خو عمرونه يې د نورو شودې ورکوونکو حيوانانو په پرتله ډېر زيات دي. يو شمېر د ښاپيرک اقسام حتی تر ۳۰ کالو لا زيات ژوند کوي. يو قسم يې حتی تر ۴۱ کالو پوري لا هم ژوندي وي. دغه حيوانان د عمر سره ضعيفه کيږي هم نه. کارپوهان وايي چي دا ځکه چي دوی خپل د بدن زړېدونکي حجرې بېرته ترميم کولای سي. دويچه ويله/ ژباړه احمد ولي اڅکزی