د کابل د برید د قربانیانو شمیر ۲۸ تنو ته لوړ شوی
د داعش ترهګرې ډلې بریدګرو د ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې د جمعې په ورځ په کابل کې د امام الزمان مسجد ۲۸ لمونځ کوونکي ووژل او د میرمنو او ماشومانو په ګډون یې تر ۵۰ زیات ټپیان کړل. د برید کیسه د انځور په ژبه دلته کتلای شئ
دا دریم ځل دی چې د اسلامي دولت یا داعش په نامه ترهګره ډله په افغانستان کې په شیعه مسلمانانو ترهګریز بریدونه ترسره کوي.
د هرات د جوادیه مسجد برید: په دې برید کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۶۴ نور بیا ټپیان شوي وو. د سرپل ولایت په میرزا اولنګ کې عام وژنه: په دې پیښه کې ۵۰ کسان وژل شوي وو او د کابل پر امام الزمان مسجد باندې د برید له امله هم ۲۸ کسان وژل شوي او له ۵۰ ډیر ټپیان دي.
د کابل په شمال کې د امام الزمان په جومات باندې څلورو ځانمرګو برید وکړ. له دوی څخه دوه بریدګرو یې ځان ته چاودنه ورکړه او دوه نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول. دغه جګړه د څو ساعتونو له پاره روانه وه.
د افغانستان د پولیسو د ځانګړې قطعې د یوه چارواکي په حواله بریدګر تر لومړي برید وروسته د مسجد دوهم پوړ ته دننه شول او په مسجد کې شته میرمنې یې یرغمل ونیولې.
د پولیسو ځانګړې ځواکونه په خپلو ضربتي عملیاتو سره د مسجد انګړ ته ورننوتل، ترڅو د بریدګرو له منګولو برمته شوي لمونځ کوونکي آزاد کړي. د عملیاتو په ترڅ کې یو بل ځانمرګي بریدګر هم ځان ته چاودنه ورکړه.
د افغانستان ولسمشر د امنیتي ځواکونو له چټک غبرګون سره، د ستر ترهګریز برید او د لا ډیرو تلفاتو د مخنیوي له امله د دوی هڅې وستایلې او ویې ویل چې په مقدسو ځایونو، مسجدونو، میرمنو او ماشومانو باندې د ترهګرو بریدونه د دوی کمزوري او ماته ښيي.
په کابل کې د امام الزمان پر مسجد باندې د برید په ترڅ کې د نورو ورته بریدونو په شان میرمنو او ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دې ټولو سربیره په افغانستان کې پر شعیه مسلمانانو باندې د وروستیو بریدونو له امله د دې هیواد سني او شیعه مذهبه مسلمانانو پراخ لاریونونه کړي او د خپل یو والي له پاره یې په ګډه لمونځ وکړ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کابل پر امام الزمان مسجد باندې د برید په ترڅ کې د پولیسو دوه سرتیري هم وژل شوي او دوه نور یې بیا ټپیان شوي دي. دغو پولیسو د دې مسجد د امنیت مسوولیت پر غاړه درلود. ویل شوي چې د مسجد د پاکولو د عملیاتو په ترڅ کې په عملیاتو کې برخه اخیستونکي شپږ پولیس سرتیري هم ټپیان شوي دي.