د کاغان او ناران ښکلې درې
د کرونا ویروس وبا چې په ټوله نړۍ کې یې کاروبار ته زیان اړولی، په پاکستان کې یې د سیاحت ډګر هم سخت ځپلی دی. د انځورونو په دې ګالرۍ کې د پاکستان د سیلاني توب دوو مشهورو سیمو ناران او کاغان انځورونه لیدلی شئ.
دهرم سر جهیل او د هغې طبیعي ښکلا
د پاکستان تر ادارې لاندې جمو کشمیر او ګلګت بلتستان پر پوله د دوو سیندونو د یوځای کیدو په سیمه کې دهرم سرجهیل څه دپاسه ۴۰۰۰ مترو په لوړالي کې موقعیت لري. دا جهیل د طبیعي یخچالونو له اوبو څخه جوړ دی او د خپلې ښکلا له کبله ډیر مشهور دی. په دغه سیمه کې د سیدګۍ جهیل، د آنسو جهیل، جهیل سیف الملوک، کنډول جهیل، پای جهیل، سري جهیل، د پنجکوره سیند او ځینې نورې داسې سیمي شته چې بې سارې طبیعي ښکلا لري.
د خیبر پښتونخوا طبیعي حسن او تاریخي آبدات
په خیبر پښتونخوا کې د زرونو کلونو پخواني کلتورونو د پاتې شونو او لرغونو آثارو کمی نه شته. په خیبر پښتونخوا کې ډیرې ښکلې دره شته. له ناران څخه دهرم سرجهیل ته تلونکي دغه لاره د سیلانیانو له پاره ځکه هم په زړه پورې ده چې عموما نورو جهیلونو ته د تګ راتګ په مهال دغلته د څه وخت له پاره تم کیږي. زیاتره وخت لیدل کيږي چې توریستان په دغه ځای کې انځورونه اخلي، ویډیوګانې ثبتوي او یا هم میلې کوي.
د کرونا له کبله د داخلي او بهرنیو سیلانیانو کم راتګ
سږ کال د کرونا ویروس له کبله د جولای میاشتې تر نیمایي پورې د بهرنیو سیلانیانو راتګ له نشت سره برابر وو او ځایي سیلانیان هم په ډیر کم شمیر کې د دغو درو پر لور ورځي. خو کوم سیلانیان چې اوسمهال دغو درو ته ورځي نو ډیر تود هرکلی یې کیږي ځکه چې د دغو ښکلیو درو د زیاتره خلکو عاید له سیلانیانو سره تړلی دی.
لولو سر جهیل
لولو سرجهیل د شا او خوا درې نیم زره متره په ارتفاع کې موقعیت لري او اوږدوالی یې درې کیلومترو ته رسیږي. دغه جهیل له ناران څخه ۲۰۰ کیلومتره وړاندې پروت دی. د ناران زیاتره اوسیدونکي په پښتو، اردو او هندکو ژبو خبرې کوي. ګڼو ځنکلونو پوښلې دغه سیمه چې ډیر شنه څړ ځایونه هم لري ډیره ښایسته ده.
د کاغان په زړه کې د کنهار سیند
د کاغان درې ته دغه نوم د کاغان نومې یوه کلې له مخې ویل کیږي. د کنهار سیند د کاغان دره خړوبوي او بیا له مظفر آباد څخه تیریږي او د جهلم سیند ته رسیږي. د دغه سیند اوږدوالی ۱۶۶ کیلومتره دی. دغه سیند چې د زړه راښکونکو غرونو له منځه تیریږي د خپلو یخو او پاکو اوبو له کبله ډیر شهرت لري.
د پیاله جهیل ځلیدونکې زرغونې اوبه
پیاله جهیل چې خپل ځانګړی جوړشت لري، له نارن درې څخه ۴۰ کیلومتره وړاندې په یوه غره کې واقع دی. د دغه جهیل زرغونې ځلیدونکي اوبه سیلانیان خپل ځان ته راجذبوي. دغه جهیل د خپل ښایست له کبله بې ساری دی. د ناران او کاغان درې، سیلانیان د ښایسته منظرو، جهیلونو، چینو، آبشارونو او طبیعي یخچالونو له کبله خوښوي.
کیوایي، پارس، شینو، جرید او مهانډي ښایسته کلي
په ناران او کاغان دره کې داسې تپې شته چې لوړوالی یې تر ۵۰۰۰ مترو زیات دی. د دغو درو د لارو په اوږدو کې د کیوایي، پارس، شینو، جرید او مهانډي په څیر ښایسته کلي پراته دي. خو دا خبره هم یو واقعیت دی چې په دغه سیمه کې د سیاحت داسې ښایسته ځایونه شته چې د نړیوال معیار له مخې پرمختګ نه دی کړی.
د کرونا له کبله د سیلانیانو نه شتون
نن سبا په دغو درو کې د سیلانیانو شمیر له نشت سره برابر دی. په جل کهنډ کې د کنهار سیند ته څیرمه دغه رستورانت خالي پروت دی. د رستورانت د خاوند په وینا په دې موسم کې به دغلته د پښې ایښودولو ځای نه وو، خو په خبره یې اوس هغو کسانو چې ځایونه یي ریزرف کړي وو هغه هم لغوه کړي دي او وبا، سیاحت ته له ترهګرۍ زیات ځان اړولی.
د نه پاملرنې پایله، د سهولتونو نشتوالی
په پاکستان کې ډیرې طبیعي سیمې شته. که چیرې د اوسني عصر سره سم وده ورکړل شي د عاید لویه سرچینه ګرځیدی شي. خو په ټوله کې په پاکستان د سیاحت څانګې خپل هغه ممکنه مقام نه دی ترلاسه کړی چې وړتیا یې لري. له یوه لوري د سیاحت څانګې د دولتي ادارو بې غوري ده نو له بل پلوه د سیلانیانو د تګ راتګ له پاره اړونده آسانتیاوو د برابرولو چاره هم نه ده برابره شوې.
د غرونو په منځ کې مشهورې لارې
د یوه سیند په غاړه د بېسل په نوم کوچنی کلی پروت دی چې له دغه ځایه د دودي پتسر او نورې مشهورې نرۍ لارې پیلیږي چې له دغو درو تیریږي. هر کال داخلي او بهرني سیلانیان هم دغو ځایونو ته ورځي. د ځای خلکو په عاید کې د سیلانیانو تګ راتګ مهم نقش لوبوي.
ګډه پانګونه
هغه سیلانیان چې د پاکستان د دنګو غرونو څوکو ته د ختو له پاره ورځي زیاتره غره ختونکي د ایټالیې، هسپانیې، پولنډ، آلمان، جاپان او سویلي کوریا د هیوادونو دي. د اقتصادي چارو پوهان په دې نظر دي چې د سیاحت څانګې د غوړیدو له پاره د عامه او خصوصي سکتور ترمنځ ګډه پانګونه او همکاري بنسټیر اهمیت لري.