د کثافاتو «رنگه» کانتینرونه
د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پيښور کې حکومت د خځلو د راټولو له پاره ۱۵۱ کانتینرونه چې پرې ښایسته نقاشي شوې جوړ کړي دي. د دې موخه د کثافاتو د راټولو تر څنگ د ښار د ښکلا زیاتول هم دي.
د کثافاتو له پاره خاص ځایونه
د پیښور د اوبو او روغتیا ساتنې د خدماتو ادارې یا (ډبلیو اس اس پي) دغه کانتینرونه د ښار په بیلابیلو برخو کې په داسې ځانگړو ځایونو کې ایښي دي چې عام ښاریان کولای شي په آسانۍ سره خپل د کور خځلې هغې کې وغورځوي.
د دوهم پړاو له پاره چمتووالی
د لومړنیو معلوماتو له مخې د دغه پروژې پر لومړي پړاو ۸۰ میلیونه کلدارې لگښت راغلی دی. د ډپلیو اس اس پي، د مشر په وینا د ټولې پروژې له پاره ۲۰ میلیونه روپۍ ځانگړې کړی شوي دي. په پام کې ده چې د دغې پروژې دوهمه مرحله هم ژر پیل شي.
پیښور، د چاپیریال ساتنې له کبله یو له ککړو ښارونو څخه
په روان میلادي کال کې د روغتیا نړیوالې ادارې د رپوټ له مخې پیښور د چاپیریال ساتنې له اړخه یو له ککړو ښارونو څخه شمیرلی دی. د هوا د ککړتیا سربیره په پيښور کې هر ځای پرتو کثافاتو د دغه ښار ښکلا ته زیان اړولی دی.
پخواني کانتینرونه، د بدبوی ډیران
په بیلا بیلو ځایونو، د سړکونو پر سر او لارو کوڅو کې د خځلو د راټولولو له پاره د ډبلیو اس اس پي، ادارې له ښاروالۍ سره په گډه د کثافاتو د راټولو له پاره د کارکوونکو پر گمارلو سربیره، په ښار کې د کثافاتو له پاره ځایونه هم ټاکلی دي. خو په دغو ځایونو کې پخواني استعمالیدونکي کانتینرونه سرپوښونه نه لري، چې ډیر بد بوی کوي.
پر کانتینرونو نقاشي
د پیښور د اوبو او روغتیا ساتنې د خدماتو د ادارې د یوه چارواکي ناصر غفور، په وینا دا په پاکستان کې د خپل ډول لومړنۍ پروژه ده چې په کې کانتینرونه په ښایسته نقاشیو سینگار شوي دي. د هغه په خبره دغه کانتینرونه به په دایمي توگه په یوه ځای کې نه ايښول کیږي، بلکې په وینا یې هره ورځ به په ځانگړو شوو ځایونو کې نور نقاشي شوي کانتینرونه ایښول کیږي او دغه لړۍ به روانه وي.
ځوان داوطلبه هنرمندان
د کثافاتو او خځلو دغه کانتینرونه د یوې ځانگړې طرحې له مخې جوړ کړی شوي دي. پر دغو کانتینرونو د رسامۍ او نقاشې په برخه کې د پیښور ځینو ځوانو هنرمندانو په داوطلبه توگه په دې کار کې ونډه اخیستې ده. حکومت یوازې هغوی ته رنگ او نور آلات ورکړي دي.
له نوو موټرو څخه گټه اخیستل
په پيښور ښار کې د کثافاتو د پټولو له پاره د لومړي ځل له پاره دغه کانتینرونه په عصري ډول جوړ شوي او په ۱۵۱ ځایونو کې ایښول شوي دي. د دغو کانتینرونو پر خپل وخت باندې د انتقالیدو له پاره مناسب او نوې موټرې کارول کیږي.
بېلا بیلې نقاشۍ
پر ښایسته رنگونو او نقاشیو باندې سینگار شوي دغه کانتینرونه، د ښاریانو له پاره هم یوه نوې تجربه ده. ۵۵ کلن خادم حسین په دې آند دی چې دا یوه ښه هڅه ده. د هغه په وینا دغه ښایسته کثاف دانیو په لیدلو سره به هر څوک هغه وکاروي.
اوس بد بوی نشته...
د کثافاتو د راټولو له پاره دغه کانتینرونو سرونه په بشپړه توگه بندیږي، چې له کبله یې د کثافاتو څخه د پیدا کیدونکي بد بوي مخه نیول کیدای شي.
په پر له پسې توگه ساتنه
په ښار کې ايښول شوي دغه کانتینرونه که له یوه اړخه هره ورځ خالي کیږي، نو له بل اړخه یې ساتنه هم کیږي څو یوه ستونزه پر خپل وخت له منځه یوړل شي.
نورو کانتینرونو ته اړتیا ده
که څه هم د ایالتي حکومت دغه کار ته د یوه ښه اقدام په سترگه کتل کیږي او په لومړي سر کې یوازې د ښار په ځینو برخو کې ایښول شوي دي. خو د ځینو سیمو د نفوس په پام کې نیولو سره د کثافاتو دغه کانتینرونه بسنه نه کوي او نورو کانتینرونو ته اړتیا لیدل کيږي.