د کرایستچرچ له قربانیانو سره د نوي زیلند د خلکو ویر
په کرایستچرچ کې د تیرې جمعې په ورځ پر دوو مسجدونو د برید په پایله کې د وژل شوو۵۰ مسلمانانو د یادون مراسم تر سره شول. په همدې مناسبت د جمعې د ورځې آذان د نوي زیلند د تلویزون له لوري په ژوندۍ بڼه خپور شو.
نوي زیلنډ د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د مارچ ۲۲مه) د سیمي پر وخت د ماسپښین له یوې بجې او ۳۲ دقیقو څخه تر یوې بجې او ۳۴ دقیقو پورې چوپتیا غوره کړه. د نوي زیلند اوسیدونکو په ټول هیواد کې د دوو دقیقو چوپتیا د تیري اوونۍ د جمعې په ورځ پر دوو مسجدونو باندې د برید په پایله کې د وژل شوو۵۰ مسلمانانو د یادون په موخه تر سره کړه. د دغه هیواد لومړۍ وزیره دغه برید یو ترهګر برید یادوي.
د ښارونو په مرکزونو کې ځیني پلي تلونکي کسان ځای پر ځای ودریدل او د قربانیانو په یادون یې چوپتیا غوره کړه. د نوي زیلند ډیرو ښځو له اسلامي ټولنو سره د پیوستون په موخه پړوني پر سر کړي وو.
په نوي زیلند کې د بیلا بیلو مسجدونو شا او خوا خلک د انساني زنځیر په شکل کې ولاړ ول، څو له له دغه ځایونو له ساتنې او کرایستچرچ د برید له قربانیانو سره پیوستون وښيي.
د ویر اصلي مراسم او د قربانیانو یادون په النور مسجد کې په آذان سره پیل شول، چې په ژوندۍ بڼه د نوي زیلند له تلویزون او رادیو څخه خپریدل. د نوي زیلند له پنځه میلیونه نفوس څخه پنځوس زره یي مسلمانان دي.
د نوي زیلند لومړۍ وزیره جاسیندا آردرن (په انځور کې) هم د قربانیانو د یادون د مراسمو ګډون واله وه. هغې هم په دغو مراسمو کې تور پړونی پر سر کړی وو. هغې په دغو مراسمو کې د خپل هیواد مسلمانانو ته وویل: «نوی زیلند له تاسو سره ویر کوي. موږ سره یو، یوو.»
جمال فودا (په انځور کې کیڼ لور ته) چې په نوي زیلند کې مسلمان روحاني دی، د دغه هیواد له لومړۍ وزیرې څخه د غمرازي او ملاتړ څرګندونو له کبله مننه وکړه: «ستاسو له خبرو او اوښکو مننه. مننه چې تاسې د یوه ساده پړوني پر سر کولو سره موږ ته درناوی راوبښه.»
خو فودا په عین حال کې خبرداری ورکړ چې دغه حمله په یوه شپه کې نه ده چمتو شوي. هغه وویل چې د «سپین پوستو د برترۍ» تبعیضي تیوري د ټوله بشریت له پاره یو لوی خطر دی. او دا باید خاتمه پیدا کړي.»
د کرایستچرچ د قربانیانو یادون تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شو، چې په سونه امنیتي ځواکونه په درنو وسلو سمبال ول.