د کرونا بحران پر مهال په زړه پورې انځورونه
د کرونا بحران د انسانانو په ژوند کې ژور بدلون رامنځته کړی دی. د دې بحران پر مهال د ښارونو څیره بدله شوې او یو له بل سره د خلکو په چلن کې هم توپير رامنځته شوی. په دې اړه څو په زړه پوري انځورونه دلته لیدلی شئ:
د غزې تراړه
یوه فلسطيني فعال د کرونا ویروس د خطر په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په خاطر د کرونا ویروس په شکل ماسک اغوستی دی او له ماشومانو سره لوبې کوي.
جکارتا
د سره صلیب یو داوطلبه کارکونکی د انډونیزیا یو ښوونځی دوا پاکشي او ضد عفوني کوی.
اندونیزیایي سپایدرمن
انډونیزیایي سپایدرمن خلکو ته د لاس پریمنځلو مایع ورکوي، څو د کرونا ویروس په مقابل کې ځانونه وقایه کړي.
اندونیزیایي بتمن
انډونیزیایي بټمین د کرونا ویروس د خطرونو په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کوي.
اوتارپردیش
یو سبزي پلورونکی د هند په اتارپردیش ایالت کې په ښار کې د عمومي قرنطين سربیره کار کوي او خلکو ته تازه سبزيجات عرضه کوي.
بنکاک
یو تایلنډی د یوه بودایي راهب مخ ته دعا کوي.
مکسیکو
یوه مکسیکویي ښځه له ماسک سره د دغه هیواد په پلازمېنه کې د یوه رسامي شوي دیوال مخ ته تیریږي.
آتن
یو یوناني نقاش پر یوه دیوال له دغه انځور سره د کرونا بحران پر مهال د کورني تاوریخوالي د زیاتیدو کیسه کوي.
ماناوس
د ښاروالۍ یو کارکونکی د برازيل په ښار کې د هندوانو یو پلورنځی دواپاشي کوي.
بخارست
په رومانیا کې یوه ښځینه پولیسه د خپلې دندې پر مهال یوې پيشو ته مينه ورکوي.
لندن
یوه ښځه د آکسفورډ په سړک کې د تړلو دوکانونو مخ ته روانه ده.
برلین
سره موش خورما د ښار له چوپتیا څخه په استفادې د سړک د غاړې د کټارو پر سر لوبې کوي.
فرانکفورت
یو شمیر خلک په پارک کې د لمر پریوتو ننداره کوي، البته د ټاکل شوې فاصلې په مراعاتولو سره!
ژیانګژو
هغه ډیناسور چې سیلانیان به یې را جلبول، اوس د چین د ښار په مرکز کې یوازې پاتې شوی دی.