د کرونا د کړکیچ پر مهال ټوکې او له نورو سره پيوستون
د کرونا بحران د انسانانو ترمنځ د بشردوستۍ او پيوستون حس را څرګند کړی دی، که هغه د مستقیمې مرستې په شکل کې وي او که طنزي.
۱/ پیرونکو ته د تشاب کاغذ تحفه
د کرونا ويروس پرمهال تشناب کاغذ نه یوازې په آلمان، بلکې په امریکا کې هم له کمیابه محصولاتو څخه دی. د امریکا د مینیسوتا په یوه رستورانټ کې چې د هر پیرودونکي فرمایش تر ۲۵ ډالرو پورته وي، یو تشناب کاغذ د تحفې یا سوغات په توګه مفت ورکوي. د رستورانټ مالک فاکس ۹ شبکې سره په خبرو کې ویلي: «کله چې پیرونکي خپل سفارش ترلاسه کوي، د زړه له کومې خاندي او دا خندا په دې دور کې تر ټولو ښه شی دی.»
۲/ مثبت فکر
ډیري ایټالویان له اونیو راهیسې د خپلو کورونو د پریښولو اجازه نه لري او اوس هم لا روښانه نه ده چې دا به تر څه وخته پورې دوام وکړي. ویل کیږي چې دغه بندیز به د اپریل میاشتې تر نیمایي پورې دوام وکړي. ډیري ایټالویان هڅه کوي د علایمو او نښو په زړولو سره یو بل ته روحیه ورکړي. انځور: په دې ټوتې لیکل شوي دي هر څه سمیږي.
۳/ د پاخه عمر لرونکو سره مرسته
د کرونا ویروس خطر په ځانګړي توګه د پاخه عمر کسان ډیر ګواښي. په ډیرو هیوادونو کې له دوی سره د مرستې او ژغورنې له پاره ځانګړي حفاظتي اقدامات په پام کې نیول شوي. د بیلګې په توګه په سوپر مارکیټونو کې مشخص ساعتونه ټاکل شوي دي، څو دوی وکولی شي په ارامۍ او اطمینان سره خریداري وکړي.
۴/ورځني ژوند ته ښکلا وربخښل
په ترکیه کې هغه کسان چې تر ۶۵ کلونو لوړ عمر لري، له خپلو کورونو څخه د وتلو له شدید محدویدیت سره مخامخ دي. دا ګام د دوی د روغتیا په خاطر پورته شوی دی. په مرسین ښار کې ۲۵ کلن ځوان زولکیف چنګیز د پاخه عمر لرونکو د خوشحاله ساتلو له پاره د دوی د کورونو مخې ته ځي او هلته ګیتار غږوي او سندرې وایي. په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم دا کار دود شوی دی.
۵/ "ستاسي ترڅنګ یو!"
کرونا، هیوادونه هم سره نږدې کړي دي. د روسیي په سویل لویدیځ کې د بلسان ښار اوسیدونکو د شمعو په روښانه کولو له ایټالویانو سره خپل پيوستون ښودلی دی. په چين کې هم یو بس د ایټالیا په بیرغ سینګار شوی او په دې توګه یي له دغه هیواد سره د خپل پیوستون اظهار کړی دی. چين او ایټالیا هغه هیوادونه دي چې د کرونا ویروس ترې ډیر قربانیان اخیستي دي.
۶/ د پيوستون پول
په پاراګوائ، پولنډ او بوسنیا هرزګوینه کې هم ودانۍ او بناوې د ایټایا د بیرغ په رنګونو(زرغون، سپین او سور) روښانه شوي وو. انځور: د پولنډ هیواد د مشهور ښار کراکاو یو پول.
۷/ د هیلو نښه
د «ماترهورن» غر چې د سویس هیوادونو یو له مشهورو غرونو څخه دی د نور د وړانګو په وسیله پرې دا شعار لیکل شوی دی چې « نور یا رڼا هیله ده». کله هم د stayathome# سمبول ښکاره کیږي چې خلکو ته خبرداری ورکوي چې له خپلو کورونو دې بهر نه را وځي او د کرونا ویروس سره د مقابلې له پاره دې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
۸/ د رخصتیو هیله
آداس واسیلیوسکاس، یو عکاس دی چې له ډرون څخه په استفادې یې د لیتوانیا د کورنیو انځورونه اخیستي دي چې د کرونا ویروس له امله له خپلو ماشومانو سره په خپلو کورونو کې دغه اجباري رخصتي په کوم شکل تیروي. د هغې کورنۍ انځور چې د رخصتۍ د تیرولو هیله یي له لاسه نه ده ورکړې.
۹/ له حیواناتو سره مرسته
په بنګله دیش کې هم د خلکو په ورځني ژوند کې محدودیت ډیر شوی دی. دې وضعیت د هغو حیواناتو ژوند هم ډیر اغیزمن کړی دی چې د کثافاتو له طریقه تغذیه کیدل. د دغه هیواد په پلازمېنه ډاکا کې یو شمیر خلک لاس په کار شوي او کوڅه ډبو سپو ته خواړه ورکوي.
۱۰/ ستاینه او درناوی
د کرونا د کړکیچ پر مهال د طبي برخي کار کونکي تر شدید فشار لاندې کار کوي. په ټوله نړۍ کې د دوی د ستاېنې او ورته د درناوي هڅه کیږي. پاکستانیانو هم د سپينو بیرغونو په رپولو سره دغو داکترانو او نرسانو ته د درناوي اظهار کړی دی. البته هر څوک په خپلو کورونو کې په پاتې کیدو له طبي کارکونکو سره مرسته کولی شي.
۱۱/ داوطلبانه تولید
په نړیواله کچه داوطلبانو د ساده حفاظتي ماسکونو جوړول پيل کړي دي. دا ماسکونه له روغ سړي سره دومره مرسته نه کوي، خو سمه استفاده یي کیدای شي اغیزمنه وي چې د اخته کس له خوا کارونه یي ممکن نورو ته د ویروس د انتقال مخه ونیسي.
۱۲/ له هنر څخه د کرونا ویروس د مقابلې له پاره استفاده
په سنیګال کې د آر بي اس هنري ډله چې د ګرافیتي هنرونو په برخه کې فعالیت کوي، هڅه کوي له هغو انځورونو سره چې د داکار ښار پر دیوالونو یي ښکلي دي، خلکو ته ووایي چې له کوم کار سره کولی شي د کرونا ویروس له خپریدو سره مقابله وکړي.
۱۳/ شوخ طبعیته دیناسور
"روبن وارد" د خلکو د خوشحاله کولو له پاره ځان د دیناسور په بڼه جوړ کړی او د واشنګټن ډي سي په سړکونو ګرځي، څو د خلکو پام له کرونا ویروس څخه بل پلو واړوي. دغه ۲۹ کلن امریکایی په دې باور دی چې حتی په جدي وختونو کې هم سړی باید خپله شوخ طبعیتي وساتي.
۱۴/ "خواږه ویروسونه"
په آلمان کې شوخي او خوش طبعیتي کله له خوراکي شیانو سره هم کیږي. د بیلګې په توګه د ویروس په شکل شکلات، کیکونه د تشناب کاغذ په شکل او د عیسوي اختر له پاره د شکلاتي سوي یا خرګوش خولې ته د ماسک اغوستل.