د کرونا ويروس په تړاو د مذاهبو غبرګونونه
۱۳۹۸ اسفند ۲۸, چهارشنبهد نوي کرونا ويروس (کويد ۱۹) له کبله په ټوله نړۍ کي بيره او اندېښنې زياتي سوي دي. د کاتوليکي مسيحي کليسا روحاني مشر پاپ فرانسس خپل ځان په واټيکان کي تر يوې ودانۍ محدود کړی دی. په دې ترڅ کي ټول ديني فعاليتونه درول سوي دي. پاپ به په اپريل مياشت کي د مسيحي عيدالقيام ايسټر په عبادتي مراسمو کي هم ګډون و نه کړي.
له بل اړخه آلمان هم د ټولو اديانو پر استازو ږغ کړی دی چي د اديانو پېرويانو ته سپارښتنه وکړي چي په عبادتځايونو کي ډليزه عبادتونه وځنډوي.
د آلمان د حکومت په وينا په کليساؤ، مساجدو، درمسالونو، مندرنو او کنيسو کي د عبادتونو د ځنډولو په مرسته د کرونا ويروس د خپراوي په مخنيوي کي مرسته کيدلای سي. د اروپا په نورو هيوادونو کي هم حکومتونو ورته اقدامات کړي دي.
د اروپا په څېر په امريکا او نورو سترو وچو کي هم کويد ۱۹ ويروس پر مذهبي او ديني مراسمو اغېز کړی دی. په دې ترڅ کي د هند تر څنګ په نورو هيوادونو کي لمانځل کېدونکي د هندو مذاهبو د هولي يا رنګونو پاشلو مراسم هم اغېزمن سول.
په آلمان کي د مسلمانانو د ټولنو مرکزي اتحاديې هم اعلان کړی دی چي که يو مسجد وغواړي چي د جمعې لمونځ د کرونا له کبله منسوخه کړي، نو ورته اجازه سته.
د اسلامي چارو آلماني کارپوه مهنند خورشيد ويلي دي چي د کرونا له ويري په سعودي عربستان کي هم لوی مذهبي مراسم ځنډول سوي دي.
خورشيد له دويچه ويله سره د خبرو پر وخت وويل چي د کرونا د خپراوي د مخنيوي په مقصد ټولو اديانو او مذاهبو ته په کار ده چي د عبادتونو په څرنګوالي کي په مؤقتي توګه تغير راولي. د هغه په وينا د انسانانو د ژوند ژغورلو له پاره داسي اقدامات حتمي دي.
هغه زياته کړه چي په زياته په داسي مهم وخت کي ټول بايد خپل مسؤليت په ښه توګه پوره کړي.
مذهبي حساسيتونه او تړاوونه
دين او مذهب يوه داسي پديده ده چي پکښي باور او عقيده لومړيتوب لري او ځيني وختونه پکښي عيني حقايق له پامه غورځول کيږي. د مذهبي او ديني فرايضو د ادا کولو پر وخت زيات وخت پېرويان هم حساس او هم احساساتي برخورد کولای سي. خو دغه موضوع ډېره جدي کيدلای سي. د دې يوه بېلګه هغه واقعات دي چي له مخي يې د مذهبي او ديني مشرانو د سپارښتني يا ممانعت سره سره خلکو په ډليزو عبادتونو کي ګډون وکړ او په دې توګه يې د کرونا د لا زياتېدو د پروسې په تيزولو کي ونډه واخيسته.
په جنوبي کوريا کي خلکو د حکومت خبرداری له پامه وغورځاوه او د مسيحيانو يوې ډلې خپلو عبادتونو ته ادامه ورکړه. دغه کار د دې لامل سو چي په جنوبي کوريا کي په کرونا ويروس د اخته سوو کسانو شمېر زيات سي.
په عيني توګه د ايران قم ښار چي د شعيه مذهبو له پاره مذهبي ښار دی، د کرونا په پراخېدو کي ستره ونډه لري. د ايران زيات شمېر اوسېدونکو دغه ويروس ډېر جدي نه ونيو او زيات شمېر مذهبي مشرانو و قرنطين ته له تلو انکار وکړ.
دغه مذهبي مشران يا ملا امامان هم د دې لامل سول چي په دغه هيواد کي کرونا ويروس په زيات سرأت سره خپور سو. که څه چي اوس په ايران کي ټول هغه ځايونه چي په مذهبي توګه مهم ګڼل کيږي تړل سوي دي، خو دغه اقدام ډېر ناوخته وسو.. ايران د دغې وبا سره د مبارزې په ترڅ کي د سختو ننګونو سره مخ دی.
کرونا ويروس او سازشي/توطيه يي نظريې
توطيه يي نظريه هغه مفکورې ته ويل کيږي چي په ترڅ کي يې ورباندي باور کوونکي داسي انګيري چي ګواکي د يوې پيښي شاته کومه توطيه پټه ده. عموما په داسي حالاتو کي لکه اوس چي د کرونا ويروس د خپراوي له کبله رامنځ ته سوي وي، دا عامه خبره ده چي توطيه يي نظريات هم زياتيږي.
د اسلامي چارو کارپوه خورشيد د دغې پديدې سره واقف دی. نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي د ځينو اسلامي هيوادونو مذهبي لارښوونکو، کرونا ويروس يو «الٰهی عذاب» بللی دی.
د روغتيايي کارپوهانو په وينا کويد ۱۹ يوه متعدي ناروغي ده او دا چي د احتياطي تدابيرو په خپلولو سره ورڅخه ژغورنه ممکنه ده. خو د ايټاليا په ګډون د امريکا او اروپا د قارو په ځينو هيوادونو کي بعضي توندلاري مسيحي ډلې د روغتيايي کارپوهانو له نظر سره توافق نه لري.
له دغو څخه بعضو ډلو حتی په مخفي توګه د پټو کليساؤ جوړولو هڅې هم کړي دي، لکه څنګه چي د کمونيزم په دوره کي دا ډول هڅې سوي وې.
د غوا بولي او خوشايي د کرونا پر ضد
په هند کي يوې هندو مذهبه ډلې هم کرونا ويروس يو «عذاب» بللی دی. دغه ډله په مجموع کي غوښه نه خوري او غوښي خوړل ناسم کار ګڼي. دغه ډله وايي چي په چين کي د زياتو حيوانانو د خوراک له کبله د کرونا عذاب نازل سوی دی.
په نوي ډلي کي د هندواڼو يوې ډلې يوه داسي ډليزه مېلمستيا هم جوړه کړې وه چي پکښي په ډليزه توګه دوو سوو کسانو د غوايي بولي د کرونا څخه د ساتنې په مقصد د مشروب په توګه وچښلې او د غوا له خوشايي څخه جوړ سوي توکي يې وخوړل.
د آل انډيا هندو يونين دغه توندلاري هندو ډله پر دې ټينګار لري چي دا چي غوا مقدسه ده، نو له دې کبله يې خوشايي او بولي «نه صرف پاک، بلکي د طبي ګټو څخه ډکي دي.» خو د روغتيايي چارو کارپوهان وايي چي دا ډول کار د روغتيا د اصولو ضد کار دی او له کبله يې ناروغۍ خپرېدلای سي.
د روغتيايي چارو کارپوهان وايي چي د دغه نړيوالې وبا له کبله بايد له توطيه يي نظريو څخه صرف نظر وسي او بايد چي روغتيايي اصول په پام کي ونيول سي.
دا خبره واضح او ثابته سوې ده چي دغه ويروس له يو انسان څخه بل انسان ته انتقاليږي او انسانان چي هرڅومره په ډليزه ليدنو کتنو او مراسو کي کمښت يا بندښت راولي، هومره زياته به د دغه ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيوله سي. خو د دغه کار له پاره به انسانان مجبور وي چي په خپلو ټولنيز عاداتو کي حد اقل په موقتي توګه بدلون راولي. دا کار که څه هم چي اسان نه دی خو ناممکن هم نه دی.
کرسټوف شتراک/ا.و.ا. (ن.ز.)