د کرونا ویروس پر مهال روژه او د بې وزلۍ زیاتیدل
کرونا ویروس او ګرځبندیز نړیوال اقتصاد ته سخته ضربه رسولې ده. پر افغانستان یې اغیزې ډیرې دي، ځکه چې زیات شمیر خلک په ورځني مزد ګوزاره کوي او د روژې میاشتې په رارسیدو سره د توکو بیې هم لوړېږي.
بې وزله پلازمېنه
د کابل ښار زیاتره اوسیدونکی د تیر وختونو په پرتله له بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دي. که څه هم په قرنطین کې روژې میاشت تیرول ښای د بډایو کسانو له پاره سخته نه وي، خو د بې وزلو ستونزې یې څو برابره ډیرې کړي دي.
خالي سړکونه
د کابل سړکونه خالي دي او د موټرو ګڼه ګوڼه او شورماشور پکې نشته، چې د ترافیکي ازدحام سبب به ګرځیدل. پر سړکونو نوي ماډل موټرې هم کمې لیدل کیږي.
د متوسطې طبقې بې روزګاري
دوکانداران او کسبه کاران چې د افغانستان د متوسطې طبقې په توګه پيژندل کیږي، په دې ورځو کې بې روزګاره دي. د کرونا ویروس وبا د هغوی اقتصاد ته ډیره ضرب رسولي او د خپل کاروبار له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخامخ دي.
بې وزله نور هم بې وزله شوي
بې وزله ځکه نور هم بې وزله شوي دي چې د هغوی ورځنی کاروبار ډیر سخت کم شوی او کوم عاید نه لري. د افغانستان په پلازمېنه کې زیاتره داسې کسان تر سترګو کیږي چې بې وزلي او ناداري یې دې ته مجبوروي چې د کرونا ویروس د وبا په ترڅ کې د خپلې کورنۍ له پاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه دباندي راووځي او کار وکړي.
هغه کورنۍ چې د غړو شمیر یې زیات دی
په افغانستان کې هغه کورنۍ چې د غړو شمیر یې زیات وي په عادي حالاتو کې هم د روژې پر مهال له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کیږي، ځکه چې په دې میاشت کې معمولا د خوراکي او سون توکو بیې لوړیږي. اوس چې بې روزګاري او په کور کیناستل پرې وراضافه شوي، نو د بې وزلۍ د زیاتیدو اندیښنه هم ډیره شوې ده.
ښځې او ماشومان
ښځې او ماشومان لکه څرنګه چې په جګړه کې سختۍ ګالي، د فقر له زیاتیدو څخه هم سخت اغیزمنیږي. د کرونا ویروس د وبا پر مهال په لسونو زره کونډې او یتیمان د لوږې له خطر سره مخامخ دي.
د ورځني مزد کارګر
د افغانستان د ټولنې یوه برخه هغه کارګر جوړوي چې په ورځني مزد کار کوي. د داخلي بې ځایه شویو کسانو سربیره، له ایران او پاکستان څخه د بیرته راستنیدونکو مهاجرو شمیر هم زیات شوی دی چې په اوسنیو شرایطو کې د ټولنې آسیب پذیره قشر دی.
ژوند ادامه لري
که څه هم ځینو نړیوالو سازمانو او ملي بنسټونو په افغانستان کې اوسنی وضعیت اندیښمن بللی دی، خو د کابل په څیر په سترو ښارونو کې ژوند ادامه لري. افغانان ښایي سږ کال د محدودیتونو او اقتصادي بې وزلۍ له کبله د اختر مراسم په ښه شان و نه لمانځلی شي.