د کویټې چاودنه؛ هر خوا ته مړي، وینه او اوښکې
د پاکستان په کویټه کې یوې چاودنې ۷۰ تنه ووژل او ۱۲۰ تنه نور یې ټپیان کړل. چاودنه د یوه روغتون مخې ته وشوه. د برید پړه د داعش او جماعت الاحرار ډلو پر غاړه اخیستې.
د چاودنې په پایله کې د وژل شویو کسانو په ډله کې ډیر شمیر وکیلان هم شامل دي. د پیښې د قربانیان خپلوان د روغتون مخې ته راټول شوي دي.
د برید پړه د داعش ډلې منلې ده. خو تر دې ډلې څو ساعته مخکې په پاکستان کې فعالې بلې ترهګرې ډلې جماعت الاحرار هم د دغه برید مسوولیت منلی وو.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دغه برید په کلکو ټکو غندلې ده او ویلي یې دي چې د وکیلانو او خبریالانو د ساتنې له پاره دې ژر تر ژره امنیتي تدابیر زیات کړل شي.
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګتی، تر چاودنې وروسته خبریالانو ته وویل چې په دغه برید کې د وکیلانو او په نښه کولو هڅې شوې ده.
تر دغې وژونکې چاودنې وروسته د کویټې په ټولو روغتونو کې بیړنۍ حالت اعلان شو. د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې مرګژوبله ډیره لوړه ده.
پولیسو ویلي دي چې چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د کویټې سول روغتون مخې ته ډیر شمیر وکیلان د همدې ورځې په پیل کې د یوه بل وکل د وژل کیدو پر ضد اعتراض په توګه راټول شوي وو.
چاودنې ۷۰ تنه وژلي چې په ډیر شمیر وکیلان هم شامل دي. چاودنې ۱۲۰ تنه نور ټپیان کړي هم دي.
تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل. لومړنۍ څیړنې ښيي چې انفجار د یوه ځانمرګي برید له کبله رامنځ ته شوی دی.