د گوانتانامو زندان د دننه انځورونه
د رويترز خبري آژانس يو عکاس په دې توانېدلی چي د گوانتانامو زندان دننه انځورونه واخلي. دغه زندان ۱۴کاله يو پټ راز وو. ددغه جنجالی زندان دننه انځورونه سړي ته یو نوی تصویر وړاندي کوي.
د زندان دننه
د کیوبا له ولسمشر راول کاسترو سره د اوباما د لیدنی کتني پر مهال، عکاس لوکاس جکسن ته هم دا زمینه برابره سوه چی په کیوبا کي امریکايي اډې گوانتانامو بې ته ولاړ سي. هلته یې اجازه ترلاسه کړه چي د دغه محبس د شپږم کمپ عکاسي وکړي. په دغه انځور کي د ډوډۍ خوړلو کوټه او د محبس یو څو کوټې لیدل کیږي.
د وخت ضایع کول
په شپږم کمپ کي بندیان تلویزیون ته د کښېناستلو اجازه لري. په ۲۰۰۲ک کال کي د پرانیستلو راهیسی نوموړی زندان په نړیواله سطحه تر انتقادونو لاندی دی، دا ځکه چي دلته انسانان پرته له محکمې او دعوې بندیان دي.
د اوسیدو کوټه
یو ساده چپرکټ، سرخلاصی کموډ: په دغه زندان کي یو بندي په دې ډول ژوند کوي. دا معلومه نه ده چي واقعاً ټوله بندیان به په ورته کوټو کي ژوند کوي او که څنگه؟ ولسمشر اوباما غوښتل ډیر پخوا لا نوموړی زندان وتړي.
د زندان کتابتون
دلته بندیان کولای سي مطالعه وکړي.عربي او انگلیسی کتابونه ولولي، خو تر څارني لاندي. خو دا چي تر کومي اندازې پوري له دغې کتابخانی څخه کار اخیستل کیږي او بندیان څومره نورو آسانتیاوو وته لاس رسی لري، دویچه ویلي نه سي کولای هغه معلوم کړي.
روغتیا پالنه
جکسن وکولای سول چي د زندان له روغتون څخه هم عکسونه واخلي، د مثال په ډول له دغي المارۍ څخه چي دواوی پکښي پرتې دي.
په گوانتانامو کي ژوند کول
خو د جکسن ډیر کم بندیان تر سترگو سول. دا چي له دغه بندي څخه د کومي پنجرې او یا هم کړکۍ څخه عکس اخیستل سوی دی، یوه استثنا ده.
تر څارني لاندي
داسي ښکاري چي د محبس هغه برخه نوره له منځه وړل سوې وی، چي په ۲۰۰۲م کال کي یې په سره لمر کي یو سرخلاصی قفس غوندي ښود. خو اوس هم تر دایمي څارني لاندي بندیان نه سي کولای، څو شخصي حریم ولري.
گوانتانامو نژدې دی وتړل سي؟
په داسي حال کي چي په اول سر کی دلته د ۸۰۰ په شاوخوا کي انسانان بندیان ول، اوس د هغو شمیر تر سلو هم راکم سوی دی. د بشري حقونو فعالان هیله من دي چي دغه زندان به ډیر ژر وتړل سي. خو دا لا معلومه نه ده چي پاته بنديان به چیري ولیږدول سي او کوم هیوادونه به هغوی ومني.