د ۲۰۱۹ م کال مهمو پيښو ته یوه لنډه کتنه
ټولنیز اعتراضونه، اورلګیدنې او د برګزیټ نه عملي کیدنه: ۲۰۱۹م کال له دې پيښو اغیزمن شوی دی. اقليمي بدلونونه د ټولنیزو ستونزو او تاوتریخوالي ترڅنګ یو له مهمو موضوعاتو څخه وو. په دې اړه معلومات په انځوریز رپوټ کې لوستلی شئ.
دیوال او سیلابونه
په داسې حال کې چې د برازيل هیواد د برومادینهو د اوسپنې په کان کې کارګران د سهار پر ناشتا یا سباناري بوخت ول د خټو سیلاب غافلګیره کړل. د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ میاشتې په ۲۸ نیټه د برازیل هیواد د میناس جراس ایالت کې د سیلابونو او خټو د مخنیوي له پاره جوړ شوی دیوال ونړیده او هغه کلی چې د غره په لمن کې پروت وو، تر خټو لاندې شو. په دې پيښه کې ۲۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
کرکه او مينه
د نیوزیلنډ په کرایست چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د وسله وال برید په نتیجه کې د لومړۍ وزیرې په حواله ۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دغو بریدونو په غبرګون کې د نیوزیلنډ حکومتي کابینې پریکړه وکړه چې د وسلو ترلاسه کولو شرایط لا زیات سخت کړي. په انځور کې د دغه هیواد لومړۍ وزیره له مسلمانانو سره د غمرازۍ او پوړني پر سر کولو په حالت کې لیدل کیږي.
د ایدا توپان
د ۲۰۱۹م کال په مارچ میاشت کې د موزمبیق د ګردباد یا طوفان د قربانیانو شمیر تر ۱۰۰۰ لوړ وو. دې ویرونکي طوفان د موزمبیق هیواد او د افریقا په ختیځ کې د زمبابوی او مالاویا یوه لویه برخه په بشپړه توګه ویجاړه کړه. د موزمبیق ولسمشر له بیرا بندر څخه د لیدنې پر مهال د ایدا طوفان یوه لویه بشري فاجعه وبلله.
په پاریس کې د لرغونې کلیسا سوځیدل
د ۲۰۱۹م کال په اپریل میاشت کې د پاريس یوه مهمه کلیسا (نوتردام) په اور کې وسوځیدله. د یوې وحشتناکې اورلګیدنې په ترڅ کې د دغې ۷۵۰ کلنې لرغونې کلیسا مخروطي برجونه او چت ونړید او له خاورو سره خاورې شول. بډایه فرانسویانو او خصوصي سکتور د یوه بی ساري ګام په ترڅ کې دا منلې ده چې د دې تاریخي کلیسا د بیا رغونې په موخه به شاوخوا ۹۰۰ میلیونه یورو د حکومت په اختیار کې ورکوي.
په سریلانکا کې د داعش خونړی برید
د (۲۰۱۹م کال په اپریل کې) د سریلانکا په دوو ښارونو کې پر څو هوټلونو او کلیساوو د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. داعش د دغو بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی وو.
د یوه ښار مقاومت
د هانګ کانګ په خودمختاره سیمه کې د څو میاشتو راهیسې حکومت ضد احتجاجونه دوام لري. دغه مظاهرې په پيل کې د هغه قانونی مسودې پر ضد پيل شوې وې چې چين ته یي د شکمنو بندیانو استول ممکن ګرځول، خو وروسته بیا په هانګ کانګ کې د مدني آزادیو د سرکوبه کولو په خاطر د پيکنګ د مخ پر ډیریدونکي نفوذ پر ضد، پر یوه غورځنګ بدل شو.
سوډان د نوي پیل په درشل کې
د سوډان پخوانی ولسمشر عمر البشیر چې د یوې اوږدې مودې راهیسې د قدرت په ګډې ناست وو د روان کال په اپریل میاشت کې د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو د کودتا په ترڅ کې له قدرت څخه لیري کړای شو. تر څو میاشتو اعتراضونو وروسته کودتا وشوه او بیا د پوځ او مخالفينو مشران د یوه مؤقت حکومت د تشکيل پر سر موافقې ته ورسیدل.
بریګزیټ او د تېریزا می د حکومت ختمیدل
تېریزا می د می میاشتې په ۲۴ په نمجنو سترګو د خبریالانو مخ ته را څرګنده شوه او په رسمي ډول یي خپله استعفاء اعلان کړه. د بریګزیټ پر سر د می حکومت او اروپایي اتحادیي موافقه د بریتانیي په پارلمان کې درې واره رد شوه. دا پرله پسې ماتې پر می سیاسي فشارونه زیات کړل او د بریتانیي پارلمان وروسته له څو میاشتو مشاجرو څخه له اروپایي اتحادیي څخه د وتلو په اړه د بورس جانسن د حکومت د «بریکزیټ» طرحه تصویب کړه.
امریکا ته په کشتۍ کې د ګرتا تونبېرګ سفر
د «جمعې د راتلونکي له پاره»غورځنګ سویډڼۍ فعالې ګرتا تونبېرګ «دویمه مالیزیا» کشتۍ سره امریکا ته سفر وکړ. هغې ته مهمه وه چې له داسې وسیلې استفاده وکړي چې چاپیریال ته زیان ونه لري. تونبېرګ په امریکا کې وویل«په میلیونونو کسان په ځانګړي توګه تنکي ځوانان سړکونو ته راوتلي دي چې د اقلیمي بدلونو سره د مقابلې له پاره دې واقعي ګامونه پورته شي. مونږ وښودله چې ځوانان ژمن دي او څوک نه شي کولی زمونږ مخه ونیسي.»
په مختلفو هیوادونو کې اورلګیدنې
په دې کال کې د ګرمو څپو له امله په استرالیا، امریکا او روسیي کې په پراخه کچه اورلګیدنې رامنځته شوې. په امریکا کې د اکتوبر په میاشت کې له لاس انجلس څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره لیري د سانتا کلاریتا په ځنګلونو کې شدیده اورلګیدنه رامنځته شوه او په لږه موده کې یي د کالفورنیا په شمال او د سان فرانسیسکو خلیج لویې برخې په برکې ونیولې.
په هاله کې خونړی برید
د اکتوبر نهمه چې د یهودانو د مذهبي ورځې سره سمون خوري یوه ۲۷ کلن آلماني له نژادپرستانه انګیزې سره په داسې حال کې چې نظامي لباس یي پر تن وو له وسلو او چاودیدونکو موادو سره هڅه وکړه یوې کنیسې ته ورننوځي، خو بریالی نه شو. په دې برید کې دوه تنه ووژل شول. په یوه کنسرت کې د هاله د خلکو پراخ ګډون د ښي اړخیتوب او یهودانو سره د دښمنې له نژادپراستانه مفکورې سره د مخالفت ښکاریندویي کوي.
ادلیب: بی دفاع ښار
له سوریي څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم ترکي پوځ د خلق مدافع واحدونو په نوم د کردي ځواکونو د پر شا ټمبولو عملیات پیل کړل. د سوريي په لویدیځ ادلیب کې هم پر بین المللي انتقادونو سربیره بریدونو دوام پيدا کړ چې په ترڅ کې یي په لسګونو ملکیان ټپيان او ووژل شول. ترمپ ولیکل: «د سوریي، ایران او روسیي ځواکونه په دې سیمه کې د په لسګونو زره بی ګناه ملکیانو د وژلو په حال کې دي.»
په لاتین امریکا کې ناکرارۍ
په اونیو اونیو اعتراضونه او د سیاسي بحران تشدید د بولیویا د ولسمشر، مورالس له قدرت څخه په لیري کیدو تمامه شوه. د امریکایي هیوادونو سازمان (OAS)د اکتوبر د ۲۰ په انتخاباتو کې هلته د درغلیو رپوټ ورکړ. وینزویلا هم له ژور اقتصادي بحران سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو په حواله د وینزویلا د نفوسو یو پر څلورمه برخه مرستو ته اړتیا لري. په چیلي کې هم د میترو د ټکټونو د بیو د لوړیدو پر ضد اعتراضونه وشول.
د ایټالیا په ونیز ښار کې سیلابونه
د ایټالیا د توریسټي ښار ونیز تاریخي آبداتو او ودانیو ته هم د سیلابونو د اوبو له کبله زیان واوښت. د ونیز ښار ته د اوښتي زیان حجم شاوخوا یو میلیارده یورو اټکل شوی دی.
د ترمپ استیضاح
د امریکا د استازو مجلس غړو دونالد ترمپ استیضاح کړ. ترمپ په یوه لیک کې دیموکرات ګوند په سیاسي کار او له دیموکراسۍ سره په جګړې تورن کړ او اعتراض یي وکړ چې استیضاع یي غیر قانوني ده. ترمپ همدارنګه انتقاد وکړ په هغه وخت کې چې دیموکراټان د هغه استیضاح کولو ته اماده کیدل، دی د اسنادو د وړاندې کولو له پاره له خپلو اساسي او قانوني حقونو څخه محروم کړای شوی دی.