داعش تر ۱۵۰۰ ډیر ښوونځي ویجاړ کړي
۱۳۹۴ مرداد ۱۳, سهشنبهد عراق یوه دولتي ویاند د فرانسي خبري آژانس سره په خبرو کې ښوونځیو ته رسېدلي زیانونه «شدید» بللي دي.
هغه زیاته کړې ده چې د دغو ښوونځيو ډیري یې د اسلامي دولت «د جنایت کارانو له خوا په مستقیم ډول تخریب شوي دي».
د دغه عراقي چارواکي په حواله ځيني ښوونځي بیا د اسلامي دولت جنګیالیو له خوا د سنګرونو په توګه کارول شوي دي او له دې کبله ورته سخت زیان رسېدلی دی.
ځیني نور ښوونځي بیا ځکه ویجاړ شوي دي چې د انبار ولایت په جګړه کې د ښکیلو اړخونو د نښتو په سیمه کې ول.
د دغې عراقي چارواکي په خبره د ویجاړو شویو ښوونځيو د بیا رغونې له پاره لږ تر لږه دوه نیم کاله وخت او ډیرو پیسو ته اړتیا شته.
د انبا ښار د ۲۰۱۴م کال له پیل راهیسې د اسلامي دولت او عراقي ځواکونو تر منځ د جګړې میدان وو. په تیر دوبي کې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب د اسلامي دولت ضد ایتلاف په همدې ښار کې د داعش پر جنگيالیو هوایي بريدونه وکړل.
د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو شویو شمیرو په حواله ۷۰ سلنه هغه عراقیان د جګړو له کبله بیځایه شوي دي اوس زده کړو ته لاسرسی نه لري.