داعش د علماوو پر غونډه د بريد پړه پر غاړه اخيستې
۱۳۹۷ خرداد ۱۵, سهشنبهد د اعش ترهگرې ډلې د خپلې يوې انترنت پاڼې له لارې د کابل د دوشنبې ورځې (د ۲۰۱۸ م کال د جون پر څلورمه نيټه) بريد پړه منلې ده. دغه ځانمرگي بريد د علماوو د غونډه ځای ته د ننوتو پر دروازه کې وشو.
بريد په داسې حال کې ترسره شوې چې د افغانستان څه باندې دوه زرو ديني عالمانو د یوې فتوا په جاري کولو سره ځانمرگي بریدونه او په هيواد کې روانه جگره ناروا وبلله. علماوو د يوې متفقې فتوا په صادرولو سره له ښکيلو غاړو د اوربند غوښتنه وکړه او ویې ويل چې روانه جگړه د بهرنيو ځواکونو پاته کيدو ته لاره هواروي.
دا لومړی ځل دی چې د علماوو شورا دغه غوښتنه کوي. د دغه شورا يوه غړي غقران الله مراد، د غونډې گډه بيانيه لوسته چې پکښې بې گناه افغان سړي، ښځې او ماشومان د جگړې قربانيان ياد شوي ول.
خو په افغانستان کې د روانو جگرو د ناروا بللو په اړه تر فتوا وروسته هغه مهال چې ديني عالمان د لویې جرگې له خيمې راوتل، يوه ځانمرگي بريد کونکي د دوی يوه ډله په نخښه کړه.
APE (B.S/S.M)