«داعش له افغانستانه پر امريکا د بريد اراده لري»
۱۳۹۸ خرداد ۲۳, پنجشنبهد امريکا متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو جنرال فرانک مک کينزی وويل چې سربيره پر دې به هم د داعش له پاره په امريکا کې بريد کول مشکل وي، ځکه چې دغه ډله تر سخت پوځي فشار لاندې ده.
جنرال مک کينزی وويل: «په افغانستان کې داعش ډله يقيناً په امريکا کې د بريد آرزو لري.» نوموړي زياته کړه: «خو زموږ واضح ارزونه داده؛ تر څو چې موږ پر هغوی فشار همداسې وساتو، د بريد په کولو به بريالي نه شي.»
مک کینزی د امريکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مشر دی چې په منځني ختیځ کې د امريکا د عملياتو مسئول دی. هغه دا خبرې په آلمان کې د امريکا په پوځي اډه کې له خبريالانو سره د قطر، عراق، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او مصر تر سفر وروسته وکړې. نوموړي د خپل سفر په ترڅ د «ابراهم لنکن» په الوتکې وړونکې بيړۍ کې هم دوه ورځې تېرې کړې وې.
د روانې اوونۍ په پېل کې ایسوشيتد پريس خبري آژانس د امريکايي او افغان امنيتي چارواکو له قوله ويلي چې ول چې داعش په افغانستان کې د خپريدو په حال کې دی او نوي جنگيالي جلبوي او همدا راز په امريکا متحده ايالاتو او لويديځ کې د بريدونو پلانونه جوړوي.
مک کينزی چې د افغانستان او عراق د جگړو يو پخوانی سرتیری دی، وايي چې په دې باور لري چې داعش په افغانستان کې خپلې وړتياوې نه دي پراخې کړي خو د یوه سترې ستونزې په توگه به پاتې وي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان په لویديځ کې د داعش مرکز «زموږ له پاره ډېر د انديښنې وړ دی.» نوموړي وويل چې نظامي عمليات د دې ډلې د جنگي صفوفو د له منځه تلو يا کمې باعث شوي نه دي. د اټکلونو پر اساس په افغانستان کې د داعش ډلې د جنگيالو شمير څو زرو ته رسيږي.
bs/sn (AP)