تروريزم
داعش په هرات کې د برید مسئوليت پر غاړه واخيست
۱۳۹۶ مرداد ۱۱, چهارشنبهاعلان
داعش د چهارشنبې په ورځ د خپل رسمي آژانس «اعماق» له لاري په هرات کې د سه شنبې په ماښام د ځانمرګي برید مسئوليت پر غاړه اخیستی دی.
په دې آژانس کې په یوه خپاره شوي مطلب کې راغلي دي: «په دې برید کې شاوخوا۵۰ شعیه [مسلمانان] وژل شوي او۸۰ تنه نور ټپیان دي. برید تیره ورځ [سه شنبه] په لویدیځ ولایت هرات کې پر یوه حسینیه باندي ترسره شوی.»
داعش ډیر وخت په خپلو بریدونکو کې د ډیرو تلفاتو اړولو ادعا کوي. د افغان حکومت رسمي شمیري ښيي چې په هرات ښار کي برید ۲۹ کسان وژلي او ۶۴ تنه نور یې ټپیان کړي دي.