1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دنهاک: د کوسوو د پخواني ولسمشر محاکمه پېل شوه

۱۴۰۲ فروردین ۱۴, دوشنبه

د کوسوو د پخواني ولسمشر هاشم تاچي محاکمه د دوشنبې په ورځ د هالنډ په دنهاک کې د ملګرو ملتونو په عالي محکمه کې پیل شوه. تاچي پر بشريت ضد جرمونو تورن دی.

https://p.dw.com/p/4Pdl0
Den Haag Prozess gegen Ex-UCK Anführer Hashim Thaci
انځور: Koen van Weel/REUTERS

له صربستان څخه د کوسوو د خپلواکۍ له جګړې ۲۴ کاله وروسته، د کوسوو د پخواني ولسمشر هاشم تاچي او د دغه هېواد د ازادۍ د پوځ د دريو پخوانیو چارواکو او قوماندانانو محاکمه په هالنډ کې د جزا په نړيواله محکمه کې پیل شوه.

په دې محکمه کې د درج شوي تور له مخې، تاچي تورن دی چې د کوسوو د آزادۍ د پوځ »يو سي کی« (اوچکا) د قوماندان په توګه یې د «ملکیانو او سیاسي سیالانو پر ضد جنگي جرمونه او همدا راز بشریت ضد جرمونه» ترسره کړي دي.

کوزو: په پرستينا کي مظاهرې
کوزو: په پرستينا کي مظاهرېانځور: Valdrin Xhemaj/REUTERS

پر هاشم تاچي لگيدلي تورونو کې په ځانګړي ډول د صرب او روما لږکیو او همدارنګه  له ۱۹۹۸م کال د مارچ څخه د ۱۹۹۹م کال تر سپتمبر  پورې د البانايانو  د شاوخوا ۱۰۰ اتباعو د شکنجې او وژنې تورونه شامل دي. وم.م. روسي او اوکرايني ځواکونو «زندانيان اعدام» کړي ديیل کیږي چې دغه جنایتونه په کوسوو او شمالي البانیا کې په پټو کمپونو کې ترسره شوي دي.

افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعيت په اړه د ايمنستي رپوټ

په ۲۰۲۰ کال کې ۵۴ کلن هاشم تاچي خپله استعفا په دنهاک کې د جزا نړیوالې محکمې ته وړاندې کړه. له هغه وخت راهیسې نوموړی د دغه نړیوال قضايي ارګان په زندان کې دی.

د محاکمې په لومړۍ ورځ هاشم تاچي پر خپلې «بې ګناهۍ» ټینګار وکړ او پر ده لګېدلي ټول تورونه یې رد کړل.

المان: افغانستان ته اوسمهال د مجرمانو اخراج ممکن نه دی

هاشم تاچي په ۱۹۹۹ کال کې د «کوسوو د ډیموکراتیک ګوند» له بنسټ ایښودونکو څخه دی. دا ګوند د «کوسوو د ازادۍ پوځ» سیاسي څانګه ګڼل کېده.

د تاچي ترڅنګ، د نهاک محکمه د کوسوو د پارلمان د پخواني رئیس او د کوسوو په جګړه کې د اوچکا ملیشو د دوو لوړ پوړو قوماندانانو پر دوسیو هم کار کوي.