دوحه: طالبانو او امريکایي پلاوي پر کومو موضوعاتو خبرې کړي؟
۱۴۰۲ شهریور ۳۰, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیرې، د چهارشنبه په ورځ پر ایکس پاڼه لیکلي چې په دوحه کې یې د طالبانو له یوه پلاوي سره د سیمې هېوادونود اندېښنو او په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په اړه خبري اتري کړې دي.
د هغه په وينا، په دې ليدنه کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو، د بديل معيشت او د روږدو کسانو د درملنې په تړاو هم خبري وشوې.
په افغانستان کې د امریکا سفارت د شارژدافیر د پیغام په یوه برخه کې راغلي: «دا ډېره مهمه ده چې په افغانستان کې دننه او بهر د افغان کارپوهانو مشورې واوریدل شې چې نړیواله ټولنه څه ډول مرسته کولای شي او څومره مهمه ده. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په ټولو برخو کې د ښځو رول مهم او ارزښت ناک دی. موږ له ښځو پرته نه بریالي کیږو.«
نوموړي په ټینګار سره ویلې چې نشه يي توکي له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان او نړۍ د خلکو لپاره یو بشري او اقتصادي ناورین دی، خو د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو بنسټونو په همکارۍ هڅه کیږي چې د افغانانو دا هیلې ژوندي وساتل شې چې په افغانستان کې ناقانونه مخدره توکي د تل لپاره له مینځه یوړل شې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
که څه هم طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د مخدره موادو د کښت او قاچاق پر ضد مبارزې ته زور ورکړی، خو ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د مت امفتامین نشه ېې توکیو د قاچاق او تولید د زیاتوالي په اړه یو راپور خپور هم کړی دی.
د تنظېم شويو جرمونو او مخدره موادو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په خپل رپوټ کې ويلي دي چې په افغانستان کې د توليد شويو مت آمفتامين د کشفياتو په اړه رپوټونه په دې هېواد کې نشه یي توکي د اقتصادي بدلون ښکارندوي کوي، هغه ځای چې د نړۍ ۸۰ سلنه غير قانوني اپین چې د هیروینو په جوړولو کې کارول کېږي، پکې توليدیږي.
بل خوا د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمښت له امله دا وړاندوینه هم کیږې چې ممکن د مصنوعي مخدره توکو تولید ته د ودې زمینه برابره شې.