1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوې اسرائیلي رسنۍ: د موساد مشر پر ایران د برید غوښتنه کوي

ګل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۳ دی ۶, پنجشنبه

د اسرائیل د "هاآرتص" او "کانال ۱۳" رسنيو په حواله، د دغه هیواد د جاسوسۍ او بهرنیو اطلاعاتو مشر په دې باوردی چي اسرائیل باید د یمن د حوثي یاغیانو د مهارولو له پاره ایران ترهدف لاندي راولي. خو نتیانیاهو ظاهراً په بل نظر دی

https://p.dw.com/p/4oazS
د اسرائیلو صدراعظم نتانیاهو د موساد له مشر سره د ملاقات پرمهال
د اسرائیلي رسنیو په حواله د موساد مشر پر ایران د برید غوښتنه کويانځور: Koby Gideon/GPO/dpa/picture alliance

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د "حانوکا" (يهودانو يو پخوانی جشن) د شمعو بلولو پر وخت لوړه وکړه چي د یمن حوثیان به په هغه سرنوشت اخته سي چي په سیمه کي د اسرائیل د نورو دښمنانو په برخه سوی دی. خو د اسرائیل ځیني چارواکي په دې باور دي چي له ایران پرته د یمن د حوثیانو بندول به امکان و نه لري.

د دوو اسرائیلي رسنیو د رپوټ له مخې، د دغه هیواد د جاسوسۍ او بهرنیو اطلاعاتو سازمان (موساد) مشر داوید بارنئا، د نتانیاهو له حکومته غوښتي دي چي د یمن د حوثیانو د مهارولو له پاره خپل بریدونه ایران  ته متوجه کړي. دا په داسي حال کي ده چي نتانیاهو او د اسرائیل د دفاع وزیر یسرائیل کاتز، دې ته ترجیع ورکوي چي د دغه هیواد بریدونه دي مستقیماً د حوثیانو پر وړاندي ترسره سي او نه د ایران.

د "هاآرتص" ورځپاڼي د رپوټ له مخي، د موساد مشر له دې کبله چي د حوثیانو پر وړاندي د اسرائیل له خوا دریو بریدونو ښه نتیجه ور نه کړه، له حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو په ترڅ کي یې د ایران پر اسلامي جمهوریت د برید غوښتنه کړې ده.

اړوند:اسرائیل په تهران کي د اسماعیل هنیه د وژني مسئولیت پرغاړه واخیست

د نوموړي رپوټ په حواله داوید بارنئا، په دې باور دی چي د یمن د حوثیانو د مهارولو له پاره تر ټولو اغیزمن او مناسب کار دادی چي اسرائیل د ایران پر وړاندي اقدام وکړي، چي له مالي او تسلیحاتي پلوه د دغې شیعه ملیشې ملاتړ کوي.

د "کانال ۱۳" تلویزیوني شبکې هم په یوه رپوټ کي خبر ورکړی دی، چي د موساد رئیس له امنیتي چارواکو سره په خبرو کي څرگنده کړې ده چي: «موږ باید په مستقیم او مخامخ ډول د ایران  پر وړاندي عمل وکړو. که موږ یوازي حوثیان تر برید لاندي راولو، نو بشپړ ډاډ به و نه لرو چي وکولای سو هغوی متوقف کړو.»

حوثي ملېشو په تیرو لسو ورځو کي پنځه بالستیک توغندي او لږترلږه پنځه بې پیلوټه الوتکې د اسرائیل پر خاوره توغولي او دغه بریدونه یې د حماس د ملاتړ له پاره د خپل کمپاین په ترڅ کې اعلان کړي دي.

اړوند:ایران ملګرو ملتونو ته د اسرائيل له ګواښونو شکایت کړی

نتانیاهو د چهار شنبې په ورځ ( ۲۰۲۴ م کال د ډسمبر ۲۵) د حانوکا جشن د رارسیدو په مناسبت د دغه جشن تاریخي پس منظر او د یهودانود دښمنانو پر وړاندي مقابلې ته په اشارې سره وویل: «حوثیان به هم هغه ډول درس واخلي چي حماس، حزب الله، د اسد رژیم او نورو اخیستی دی. او که د وخت تقاضا وه [بلاخره] به ټول منځنی ختیځ دغه درس زده کړي.»

پر حوثیانو د بریدونو د شدت له پاره د اسرائیل پروگرام

د "وای‌نت" خبري سایت په حواله په اوس وخت کي په دې اړه چي آیا د اسرائیل د عملیاتو شدت به بالاخره د حوثيانو د راکټي او ډرونونو د بریدونو د بندیدو سبب سي، شک او تردید موجود دی.

اسرائیل تراوسه پوري پر حوثیانو درې دورې بریدونه کړي دي او ویلي یې دي چي دغه بریدونه ادامه لري، خو دغه عملیات لکه څنگه چي د نوموړي هیواد چارواکي یې په هڅه کي وه ، دومره گټور نه وه.

کارپوهان په دې باور دي چي له یمن سره د اسرائیل  واټن یوه عملیاتي ننگونه شمیرل کیږي چي البته د امریکا متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو په ملاتړ کیدای سي هغه له منځه ولاړه سي. د اسرائیل چارواکو له همدې کبله پر حوثیانو د بریدونو د پراخوالي پروگرام او نقشې له خپلو امریکايي همتاوو سره تر بحث لاندي نیولي دي.

وای نت په خپل رپوټ کي د هغې سرچینې له خولې چي نه غواړي نوم یې رسوا سي ویلي دي، اسرائیل د راتلونکي کال د جنورۍ پر ۲۰ د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ دورې له پیل کیدو وروسته به "پر حوثیانو باندي د بري له پاره خپل بریدونه تر هغه ځایه چي ورته اړتیا وي، لا پسي شدید کړي."

د نوموړي سرچینې په حواله "حوثیان به لوړه بیه ورکړي او د اسرائیل بریدونه به زیات سي، خو دا له هغه څه سره نه سي پرتله کیدای چې د ټرمپ د دورې له پیل وروسته به پیښ سي".

واینت په خپل رپوټ کي د یوه اسرائیلي کارپوه څرگندونو ته اشاره کوي، چي په دې باور دی چي حوثي شیعه ملیشې د شیعه گانو د نورو ډلو برعکس د ايران په ملاتړ بریالیتوبونو ته لاس رسی پیدا کړی دی او خپل ځان په پرمختگونو کي یو مهم لوبغاړی بولي.

د اسرائیل د دفاع پخواني وزیر یوآو گالانت ، د حوثیانو د مقابلې له پاره د امریکا او اسرائیل د گډ کار د نظرې ملاتړ کاوه، ځکه چي په دې باور وو چي دغه همکاري د ايران پر وړاندي گډي مقابلې ته هم لاره هواروي.

آیا له اسرائیل سره د ممکنه جګړې په صورت کې به روسیه د ایران ملاتړ وکړي؟

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.