روسيه څومره او کومې اتومي وسلې لري؟
روسيه غواړي چې په ګاونډي بلاروس کې اتومي وسلې ځای پر ځای څو د نه خپرېدو له تړون څخه سرغړونه ونه کړي. خو روسيه څومره اتومي وسلې لري او څوک يې کنترولوي؟ په دغه انځوريز رپوټ کې يې وګورئ.
تر ټولو زياتې اتومي سرګلولې يا اتومي خولۍ
روسيې ته د شوروي اتحاد اتومي وسلې په ميراث پاتې دي چې تر ټولو سترې د اتومي خوليو يا سرګلولو زېرمې هم پکې شاملې دي. پوتين اوس تقريبا ۵۹۷۷ سرګلولې په اختيار کې لري.
زاړه خو لا فعال اتومي سيستمونه
د روسیې تقريبا ۱۵۰۰ سرګلولې يا خولۍ زړې شوې دي، خو ښايي تر اوسه لا فعالې وي. ۲۸۸۹ سرګلولې په احتياطي توګه په زېرمو کې ساتل کيږي او تقريبا ۱۵۸۸ دغه ډول اتومي خولۍ ستراتيژيک حيثيت لري او په فعال ډول ځای پر ځای شوې دي.
په الوتکو او اوبتلو کې باليستيک توغندي
روسیه تقريبا ۸۱۲ سرګلولې د ځمکې په سر پر باليستيکي توغنديو کې نصب کړل شوي لري، ۵۷۶ په اوبتلو او تقريبا ۲۰۰ د درنو بم غورځونکو الوتکو له لارې لېږدول کيږي. دغه معلومات د اتومي څېړونکو جريدې ورکړې دي.
د نورو هېوادونو ستراتيژيکې اتومي وسلې
د امريکا متحده آيالات تقريبا ۱۶۴۴ چمتو ستراتيژيکې اتومي خولۍ يا سرګلولې لري. چين ټول ټال ۳۵۰، فرانسه ۲۹۰ او بريتانيا د امريکايي څېړونکو د فدراسيون په حواله ۲۲۵ اتومي خولۍ يا سرګلولې لري.
ساړه جنګ کې د لويديځ او شوروي اتحاد اتومي سيالي
د ساړه جنګ پرمهال شوروي اتحاد تر ټولو زياتې اتومي خولۍ لرلې چې شمېر يې ۴۰ زرو ته رسېد. د امريکا متحده آيالاتو هغه وخت ۳۰ زره اتومي سرګلولې درلودې.
د اتومي سرګلولو د انتقال وړ روسي بالستیک توغندي
روسيه ښايي تقريبا ۴۰۰ اتومي بين القاروي بالستيک توغندي ولري چې د اتومي څېړونکو د جريدې په حواله تر ۱۱۸۵ پورې اتومي خولۍ يا سرګلولې لېږدولی شي.
د روسيې اتومي اوبتلونه او د اتومي سرګلولو د انتقال وړتیا
روسيه تقريبا ۱۰ فعال په اتومي وسلو سمبال اوبتلونه لري چې ټول ټال ۸۰۰ اتومي سرګلولې لېږدولی شي. دغه هېواد ۶۰ تر اويا پورې اتومي بم غورځونکې الوتکې هم لري.