روژه؛ افغان سرتیري د سولې له پاره لاس په دعا دي ـ انځوريز راپور
په دې ورځو کې چې له یوې خوا د کرونا وبا ژوند سخت کړی له بلې خوا بیا د حکومت ضد ځواکونو هم خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی او امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي. دغه سرتیري د روژې پرمهال د سولې او روغتیا دعاګانې کوي.
په جماعت سره لمونځ
په هرات ولایت کې یو شمیر سرتیري په خپلو دفاعي ډګرونو کې د یوې ګرمې او اوږدې ورځې تر تیرولو وروسته بیرته د ۲۰۷ ظفر قول اردو ته را ګرځي او له خپلو نورو سرتیرو سره په ګډه لمونځ ادأ کوي. دوی د لمانځه په پای کې په افغانستان کې د سولې او د جګړې د پای له پاره هم دعاګانې وکړې.
روژه ماتی
د روژې په میاشت کې هڅه کیږي چې سرتیرو ته ښه خواړه برابر کړل شي دا ځکه چې د ورځې په ترڅ کې دوی د دندې پرمهال روژه نیسي. په ورته وخت کې د افغانستان په یو شمیر سیمو او ولایتونو کې د افغان سرتیرو د خوراک او تجهیزاتو په برخه کې د فساد خبرونه هم رسنیو ته راوځي.
د روژه ماتي له پاره چمتوالی
که څه هم افغان سرتیري د خپلو اکمالاتو په برخه کې تل راضي نه وي، خو لږ تر لږه د روژې په میاشت کې داسې ښکاري چې دوی له روژه ماتي خوښ دي. په پخلنځي کې پر یوه دیوال لیکلي چې «با کیفیته خواړه د مورا د لوړیدو او د جګړې د ښې وړتیا لامل ګرځي.»
کرونا او د سرتیرو روژه ماتی
د سږ کال روژه په داسې مهال کې راځي چې د افغانستان په شمول ټوله نړۍ د کرونا له وبا سره لاس او ګریوان ده. په افغانستان کې د امنيتي ځواکونو په منځ کې هم د کرونا ویروس د خپریدو ویرې موجودې دي او له همدې کبله لږ تر لږه آشپزان او د دې قول اردو ملکي کارمندان ماسکونه او محافظتي جامې په تن کوي.
د کرونا له خپریدو ویره
د پوځ جګپوړي قوماندانان بیا په پوځي اډو کې د کرونا وبا د مخنیوي په برخه کې له شته اقداماتو راضي نه بریښي. په افغانستان کې کرونا وبا ورځ تر بلې د خپریدو په حال کې ده. په افغانستان کې د طبي لارښونو نه عملي کول او غلط باورونه ښايي له کرونا وبا سره مبارزه لا پیچلي کړي.
د محافظتي توکو کمښت
د افغانستان د امنیتي ځواکونو ټول سرتیري ماسکونو او حفاظتي جامو ته لاس رسی نه لري نو له همدې کبله سرتیري د پوځ او امنيتي ځواکونو په لیکو کې د کرونا وبا د خپریدو په برخه کې ویره او اندیښنې لري.
په پوځي مرکزونو د طبي لارښونو نه عملي کول
د هرات په ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو زرګونه سرتیري د روژه ماتي د ترلاسه کولو پرمهال د دې پوځي اډې خوړنځای ته ورځي. په دې پوځي اډه کې میشت له زرو ډیر سرتیري نوبت سره د خوړو د ترلاسه کولو او خوراک له پاره خوړنځای ته داخلیږي او په دې راز شرایطو کې د کرونا وبا د مخنیوي له پاره د فاصل ساتل نه مراعتیږي.
د کرونا وبا په هکله د سرتیرو عامه پوهاوی
چارواکي وايي چې د پوځ سرتیرو او منسوبینو د کرونا له ویروس د ځان ساتلو په موخه طبي لارښونې او معلومات ترلاسه کړي دي. په افغانستان کې د هرې ورځې په تیریدو سره د کرونا ویروس په مثبتو پیښو کې زیاتوالی راځي.
سرتیري او رخصت
د نړۍ د ګڼ شمیر هیوادونو پوځ د کرونا وبا د خپریدو د مخنيوي له پاره د خپلو سرتیرو د رخصتیو مقرارات تعدیل کړي دي خو په افغانستان کې په دې برخه کې رسمي معلومات لا نه دي خپاره شوي. داسې ویره موجوده ده چې له عامو خلکو سره د یوه سرتیري ګډیدل ښايي په کرونا ویروس د ګڼ شمیر نورو سرتیرو د اخته کیدو سبب وګرځي.
د سولې او ثبات له پاره دعاګانې
په افغانستان کې نه یوازې طالبان، داعش او یو شمیر نورې وسلوالې ډلې د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي بلکې نن ورځ کرونا وبا هم د دغو سرتیرو مبارزه لا پسې پیچلې کړې ده. د دې ټولو سربیره بیا هم د پوځ سرتیري په ګډه په جماعت لمونځ ادأ کوي او د افغانستان د «تلپاتې سولې او روغتیا» له پاره دعاګانې کوي.