روژه او کرونا؛ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د روژې په زړه پورې انځورونه
روژه د اسلام یو له مقدسو میاشتو څخه شمیرل کیږي، خو سږنی روژه د کرونا د وبا سره مل ده؛ ګڼ شمیر هیوادونو جوماتونه، بازارونه او ان ټول ښارونه تړلي دي. د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې مسلمانان د کرونا وبا پرمهال څنګه روژه نیسي؟
سعودي عربستان؛ له زیارت کوونکو خالي مکه مکرمه
د کرونا وبا پرمهال که چیرته د کعبې شریفې دغه انګر له زیارت کوونکو ډک وای، نو د خلکو روغتیا ته به یې یو جدي ګواښ رامنځ ته کړی وو. د سعودي حکومت د کرونا د لا ډیر خپریو د مخنیوي له پاره د حج د مراسمو د لغوه کولو په هکله هم فکر کوي. د روژې په میاشت کې کعبه شریفه هیڅ کله هم دومره خالي نه وي، خو دلته شته کسان هم زیاتره پاک کوونکي دي.
سریلانکا؛ روژه ماتی
د سریلانکا په مالوانا سیم کې دغه مسلمانه کورنۍ روژه ماتي ته شیبې شماري. دغه کورنۍ د ډول ډول خوړو په شاوخوا کې ناست تر روژه ماتي د افطار دعا کوي. د کرونا وبا له کبله د ټولنیز واټڼ په پام کې نیولو سره د اروپا د معیار له مخې به دغه فاصله د ټولنیز واټن له مراعت کولو سرغړونه وي.
اسرائیل؛ د فاصلې په مراعتولو سره عبادت کول
د رپوټونو له مخې په اسرائیلو کې، ځايي اوسیدونکي د کرونا وبا له کبله رامنځ ته شوي د فاصلې ساتلو قوانین په جدي توګه تعقیبوي. په اسرائیلو کې دغه مسلمانان د بیلګې په توګه د جافا ساحل ته څیرمه د موټرو په یوه تم ځای کې د فاصلي په مراعت کولو سره لمونځ کوي. پر سړک باندې نخښې له دوی سره مرسته کوي چې یو له بل څخه فاصله وساتي.
اندونیزیا؛ د انترنت له لارې لمونځونه
د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې د بامبانګ سوپریانتو په نامه دغه امام مقتدیانو ته د رسیدلو له پاره پر خپل ګرځنده موبایل او د انترنت پر شبکې باندې تکیه کوي. په دې انځور کې د سوندا کیلاپا جومات ملا امام سوپریانتو لیدل کیږي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپریدونکې ویډو کې د قرآن شریف تلاوت کوي. هغه د ماسک په کارولو سره غواړي نورو ته یو ښه مثال پریږدي.
امریکا متحده ایالات؛ د روژې اعلان
د امریکا متحده ایالاتو په میشیګن کې د ډیربورن ټولنیز مرکز اړوند د الاسلام جومات مخې ته دغه لیکنه د روژې د هرکلي له پاره نصب شوې ده. د دغه جومات کار کوونکو د سږنۍ روژې اعلان په همدې توګه کړی دی او دغه راز لیکنې او لوحې یې د جومات په مختلفو ځایونو کې نصب کړي دي.
سریلانکا؛ آسمان ته سترګې
د نورو هیوادونو په څیر په سریلانکا کې هم د کرونا وبا له کبله جوماتونه تړل شوي دي او خلک نه شي کولی د روژې په میاشت کې جوماتونه ته د عبادت په موخه ولاړ شي. مسلمانان بیا کولی شي په یوازې سر په خپلو کورونو کې عبادتونه وکړي. د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې د کور پر بام پر قالینه ناست دغه هلک د روژه ماتي له پاره شیبې شماري.
آلمان؛ قرآن شریف د تلیفون له لارې
په جرمني کې د بن یامین ادریس په نامه دغه ملا امام په خپل ځیرک تلیفون کې د قرآن شریف تلاوت ثبتوي ترڅو بیا یې وروسته په انترنت کې پر لیکه کړي. په دغه انځور کې ملا امام ادریس د پنزبرګ اسلامي فورم په مرکز کې لیدل کیږي چې د آلمان په بایرن ایالت کې موقعیت لري او په ۲۰۰۵م کال کې پرانیستل شو. دغه عبادت ځاي د معمارۍ یوه جایزه هم ګتلې ده.
ترکیه؛ له ګڼه ګوڼې خالي ښار
دغه ودانۍ د ترکیې د استانبول په بیوګلو سیمه کې د ګلاټا ټاور نومیږي. په عادي وختونو کې دغه ځای د خلکو له ګڼه ګوڼې ډک وي او اوس چې ترکیه هم له کرونا وبا سره په مبارزه کې ده، دغه سیمه خالي ده. د روژې د میاشتې د راتګ سربیره، په ترکیه کې ټول جوماتونه تړل شوي دي او ځینې جوماتونه بیا د مرستو د ویش په مرکزونو بدل شوي دي.
نیپال؛ د لمانځه له پاره آذان
ځینې شیان په هر وضعیت کې ثابت پاتې کیږي. په انځور کې د نیپال په پلازمینه کتمندو کې د جومات یو موذن لیدل کیږي چې د لمانځه له پاره د آذان په حال کې دی. د تیر وخت په څیر، د روژې په میاشت کې به هم آذانونه اوریدل کیږي خو جوماتونه بیا تړلي دي.
سنګاپور؛ نندارتون د کرونا ناروغانو د روغتون په توګه
په سنګاپور کې دغه ستر نندارتون اصلاً د نندارتونونو او سترو سوداګریزو غونډو له پاره کارول کیږي. خو د کرونا وبا له کبله د سنګاپور په ګډون د ټولې نړۍ اقتصادي څرخ دریدلی دی، نو دغه راز سترې ودانۍ بیا د کرونا د ناروغانو له پاره کارول کیږي. په دغه ستره ودانۍ کې د کرونا ناروغان بستر دي او د روژې په میاشت کې یې د عبادت له پاره هم امکانات ورته په پام کې نیولي دي.