رپوټ: وروستۍ دوه لسیزې نړۍ کې ۱۶۶۰ خبریالان وژل شوي
د بې پولې خبریالانو د بنسټ د رپوټ له مخې، تېرو شلو کلونو کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۶۶۰ خبریالان وژل شوي دي. په دغه رپوټ کې له سوریې وروسته افغانستان او عراق د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک هېوادونه ښودل شوي.
تېرو شلو کلونو کې څومره خبریالان وژل شوي؟
د بې پولې خبریالانو د بنسټ د رپوټ له مخې، تېرو شلو کلونو کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۶۶۰ خبریالان وژل شوي دي. په دغه رپوټ کې له سوریې وروسته افغانستان او عراق د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک هېوادونه ښودل شوي.
۹۵ سلنه نارینه خبریالان وژل شوي
RSF یا د بې پولې خبریالانو بنسټ د جمعې پر ورځ اعلان وکړ، چې وروستۍ دوه لسیزې ټوله نړۍ کې ۱۶۶۰ خبریالان په مستقیمو او غوښتل شویو وژنو، بریدونو او جګړو له امله په جګړهییزو سیمو کې وژل شوي دي. د دغه بنسټ په حواله، وژل شوي ۹۵ سلنه نارینه خبریالان دي.
د خبریالانو له پاره خطرناک هېوادونه
له ۲۰۰۳ ز کال راهیسې تر اوسه یوازې په عراق کې ۳۰۰ خبریالانو او رسنیز کارکوونکي وژل شوي. له هغې وروسته افغانستان، یمن، د فلسطین ځینې سیمې او سومالیا په نړۍ کې د خبریالانو له پاره خطرناک هېوادونه دي.
د پوځ په هډو کې وژل کېدل
شل کاله وړاندې د اپریل په اومه د آلمانۍ فوکوس اونیزې یو خبریال کریستیان لیبیک په داسې حال کې عراق کې د یوه راکیټي برید ښکار شو، چې هغه هېواد کې یې د امریکا متحده الاتو له یوه پوځي واحد سره ملتیا کوله. راکیټ د پوځ پر قرارګاه لګېدلی و. په دغه راکیټي برید کې د ال موندو هسپانوۍ ورځپاڼې هسپانوی خبریال جولیو انګویتا پارادو او دوه نور سرتېري هم وژل شوي وو.
په امن سیمو کې وژل کېدل
د دغه بنسټ په حواله، په تېرو دوو لسیزو کې د جګړهيیزو سیمو پرتله په امن او خوندي سیمو کې ډېر خبریالان وژل شوي دي په ځانګړي ډول مکسیکو، برازیل او کلمبیا کې د پلان شویو جنایتونو او فساد په اړه څېړنیزه خبریالي «ډېره سخته» خطرناک وه.
د مرګ، ژوبلې ډېرېدل
د بې پولې خبریالانو د بنسټ یا آر ایس ایف په خبره؛ په ۲۰۲۱ کال ټوله کې ۵۱ او او همدا تېر ۲۰۲۲ کال بیا ۶۰ خبریالان وژل شوي دي.
خوندي سیمو کې وژل
د بې پولې خبریالانو د بنسټ د رپوټ تر مخه، روسیه اوس هم د هغو هېوادونو په سر کې ده، چې ډېر خبریالان پکې وژل شوي.
سیستماتیکې وژنې
له هغه مهاله چې ولادیمیر پوتین واک ته رسېدلی، پر رسنیزو ازادیو سیستماتیک بریدونه شوي، چې له دې جملې د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر پر اومه د انا پولیتکوفسکایا د وژنې په ګډون ۳۷ وژونکې پېښې دي.
افغانستان کې د خبریالانو وژل
له سوریې وروسته افغانستان او عراق د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک هېوادونه ښودل شوي.