«زما خاوند لا له ژورې صدمې نه دی راوتلی»
۱۳۹۸ آذر ۲۵, دوشنبهپه پيښور کې پر یوه ښوونځي باندې د برید د پنځم کال د یادون په ترڅ کې پر عمومي لارو باندې د وژل شوو شاګردانو انځورونه ځړول شوي او په بیلا بیلو ښوونځیو کې په دې هکله ځانګړي مراسم تر سره شول. په خیبر پښتونخوا ایالت کې یو شمیر ښوونځي د وژل شوو ماشومانو په نومونو نومول شوي دي.
۴۹ کلنه فلک ناز، نرسه ده. د ۲۰۱۴م کال د دسمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پر یاد ښوونځي باندې د ترهګرو د برید په پایله کې د هغي دوه زامن نورالله دراني او سیف الله دراني ووژل شول. د فلک ناز درې لوڼه پر زده کړو بوختې دي او وایي چې خپله ټوله توجه یې د لوڼو تعلیم ته اړولې ده: «له دغې پيښې وروسته مې خاوند له ژورې صدمې نه دی راوتلی او اوس یوازې په کور کې وي. د مور خفګان ډیر وي، خو ما د مور له یادونو سره تړلو پخوانیو خبرو پر ځای خپله توجه لوڼو او د کور د فضا پر ښه ساتلو متمرکزه کړې ده.»
په پيښور کې د مدني ټولنې ځینو غړو د دوشنبې په ورځ یو لاریون وکړ چې پکې یې «طالبان د چا میلمانه دي» په څیر شعارونه ورکول. د لاریون د ګډونوالو اشاره د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان، ته وه چې د پاکستان تحريک طالبان ډلې وياند وو. دغه ډلې پر آرمي پبلک سکول، باندې د برید مسوولیت منلی وو. احسان الله احسان اوس د پاکستان امنیتي ځواکونو سره په بند کې دی خو لا تر اوسه ورته کومه سزا نه ده ورکړل شوې.
د دغه لاریون تر څنګ یو ولاړ کس چې کامران نومیده، د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې وویل: «په زړه کې مې له طالبانو ډیره ویره درلوده او د هغوی پر ضد مې ښکاره څرګندونې نه شوې کولی. خو پر آرمي پبلک سکول باندې د هغوی وحشت دغه ویره ختمه کړه او له طالبانو نفرت لرم، اوس په زغرده د هغوی پر ضد له څرګندونو هم ویره نه لرم.«
مدثر شاه، پيښور
زموږ له آرشيف څخه: