1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سان سوچي وايي د روهنګيا اقليت پر ضد زور زياتی نه غواړي

۱۳۹۶ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

د ميانمار مشرې اونګ سان سوچي د روهنګيا په هکله ملت ته په خپله وينا کې وويل چې د روهنګيا پر ضد د زورزياتي غوښتونکې نه ده او دا بحران به پای ته ورسوي. خو آیا نوموړې به د پوځ مخه ونيولای شي؟

https://p.dw.com/p/2kFOg
Myanmar Aung San Suu Kyi
انځور: Getty Images/AFP/Ye Aung Thu

«موږ ټول سوله غواړو او جګړه نه خوښوو» د دې جملې په  ويلو سره د ميانمار مشرې اونګ سان سوچي د پوځ له خوا د روهنګيا مسلمانانو د تعقيب په اړه خپل دريځ روښانه کړ. نوموړې په خپله هغه تلويزيوني وينا کې چې يوه اوونۍ تر مخه اعلان شوې وه، په لومړي ځل د روهنګيا مسلمان اقليت پر ضد زورزياتی په ښکاره وغانده.

سوچي په راخين ايالت کې «له بشري حقونو څخه د سرغړونو» يادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دا د هغو «ټولو انسانانو» په درد درديږي چې دې بحران اغيزمن کړي دي. سربيره پر دې هغې وويل چې چمتو ده بهرنيو څارونکو ته هيواد ته د سفر اجازه ورکړي. خو د نوبل د سولې جایزې ګټونکي د پوځ د نقش په اړه څه ونه ويل.

همدا راز سان سوچي غواړي چې ګوند یې چې په ميانمار کې تر څو لسيزو پوځي حکومت وروسته واک ته رسیدلی، د هيواد په شمال لويديځ کې د مهاجرو بحران په سوله ايز ډول پای ته ورسوي.

۷۲ کلنې سان سوچي په پلازمينه ناپيداو کې وويل: «د اګست پر ۲۵ نيټه د پوليسو پر سرحدي پوستو او همدا راز په کليو کې د دوی پر مرکزونو د وسله والو ډلو له خوا بريدونه وشول. د دې بريدونو په پايله کې حکومت د «اراکان روهنګيا د آزادۍ پوځ» ډله چې د دې بريدونو مسوليت یې لاره، د ترهګرۍ ضد قانون پر اساس يوه ترهګره ډله وبلله.»

نوموړي زياته کړه: «په نړۍ واله کچه د راخين ايالت د وضعې په اړه ډيري انديښنې څرګندي شوې. خو موږ د بشري حقونو څخه هر ډول شوې سرغړونه او غير قانوني کړنې غندو. موږ په ټول هيواد کې د سولې او ثبات تامين او د قانون حاکميت ته ژمن يو.» 

 په ميانمار کې د زور زياتي له ويرې تر ۴۰۰ زرو زيات مسلمانان ګاونډي هيواد بنګله ديش ته په تيښته مجبور شوي دي چې دې کار سان سوچي او د هيواد حکومت تر سخت فشار لاندې راوستی. په ځانګړي توګه پر سان سوچي سختې نيوکې وشوې. نوموړې له همدې امله د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون څخه هم ډډه وکړه.

د څارونکو په آند دا خبره هم له امکانه ليرې نه ده چې د سان سوچي اغيز پر پوځ ښايي دومره زيات نه وي چې دوی د روهنګيا پر ضد له خپلو کړنو راوګرځوي. د روهنګيا لږکۍ غړي او همدا راز د بشري حقونو فعالان د ميانمار مشرتابه په دې تورنوي چې دوی غواړي روهنګيا له دغه ځايه وشړي. خو ميانمار دا تورونه ردوي او د ياغيانو پر ضد عملياتو خبره کوي.

په دې منځ کې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په درشل کې په ملګر ملتونو کې د امريکا متحدو ايالاتو سفيرې نيکي هیلي، د روهنګیا بحران په اړه روښانه دريځ غوره کړې وو. دې ويلي ول چې په ميانمار کې د پوځ کړنو ته بايد د پای ټکې کښيښودل شي. دی غوښتنه وکړه چې مرستو ته بايد اجازه ورکړله شي.   

په بنګه ديش کې د روهنګيا يو کمپ
انځور: Reuters/D. Siddiqui

ولي «ډله ایز مهاجرت» وشو؟

روهنګيا په ګاونډي هيواد بنګله ديش کې تر اوسه زغمل شوي. سان سوچي وويل چې د ميانمار حکومت چمتو دی، بنګله ديش ته تللي انسانان بيرته هيواد ته راستانه کړي. سوچي زياته کړه: «زما په آند په دې هلکه څوک ډير نه دي خبر چې د راخين ايالت د مسلمان اکثريت ډيره برخه په ډله ايز مهاجرت کې نه دي ورشامل شوي. د مسلمانانو کابو ۵۰ سلنه کلي په خپل شکل پاتې دي یعني د بريدونو تر مخه چې څرنګه ول، په هماغه شکل پاتې دي.»

سان سوچي وويل: «موږ به پر دې اړخ کار کوو چې څرنګه کولای شو په ځينو سيمو کې د ستونزو مخه ونیسو. په دې موخه موږ د خپلې دې دیپلوماتيکې ټولنې غړيو ته بلنه ورکوو چې زموږ سره اوږه پر اوږه ودريږي او د راخين ايالت له هغو مسلمانانو څخه زده کړه وکړي چې په ټولنه کې په ښه توګه ادغام شوي دي»