سختې ګرمۍ هند او پاکستان کې د برېښنا سمبالښت ځپلی
۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۰, شنبهپه داسې حال کې چې د پاکستان له ځينو ښارونو څخه تر اتو ساعتو پورې د برېښنا د قطع کېدو خبرونه خپريږي، د هند په نوي ډهلي کې چارواکو د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی چې برېښناګوټونه او د برق بټۍ يې ښايي »له يوې ورځې کم وخت« فعال پاتې کېدای شي.
د هند په پلازمېنه کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپريل په ۲۹) د حرارت درجه له ۴۳ درجو سانتي ګرېد څخه لوړه شوه.
د هند د پلازمېنې د سيمه يزې ادارې چارواکی، آرويند کجريوال وايي چې »په ټول هند کې وضعيت ناوړه دی.«
نوموړي خبرداری ورکړ چې په روغتونونو او د نوي ډهلي په مترو کې د برېښنا قطع کېدل ښايي ډراماتيکې پايلې ولري.
د مارچ مياشتې راهيسې هند او پاکستان يو څو ځله لا دا ډول غيرعادي د ګرمۍ څپې تجربه کړې دي چې د تودوخې درجه پکې د رېکارډ تر کچې يعې له ۴۰ درجو سانتي ګرېد څخه لوړه شوې وه.
دا مهال هم هوا ډېره ګرمه ده. څېړونکي په دې اند دي چې د ګرمۍ د څپو زياتېدل او سختېدل د اقليم په بدلون پورې اړه لري.
آ./ن.ص./م.ک.ص.