سرچینه: له عمران خان سره د طالبانو ملاقات لغو شوی
۱۳۹۷ بهمن ۲۸, یکشنبهڅو ورځې وړاندې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸ نیټه د پاکستان په بلنه د دې هیواد په پلازمینه اسلام آباد کې له لومړي وزیر عمران خان سره ملاقات کوي. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي وو چې د دې کتنې اصلي هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړیکو هر اړخیز بحث دی.
خو د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فبروري میاشتې په ۱۷ نیټه) په داسې حال کې چې پاکستان د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د راتګ له پاره چمتوالی بشپړ کړی دی، د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې د طالبانو او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ترمنځ ملاقات لغو شوی دی.
د پاکستان د حکومتي او پوځي سرچینو په حواله ټاکل شوې وه چې د پاکستان د سفر پرمهال به ولیعهد محمد بن سلمان په اسلام آباد کې د طالبانو له استازو سره هم وویني او د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای او د سولې د لړۍ په هکله به خبرې وکړي. خو د عمران خان سره د طالبانو د ملاقات د لغوه کېدو وروسته اوس د سعودي وليعهد بن سلمان او طالبانو تر منځ د پلان شوي ملاقات برخليک هم ناڅرګند دی.
د طالبانو یو جګپوړی چارواکی چې د خبرو له پاره اسلام آباد ته رسیدلی وو، وویل چې یادې ډلې ته ویل شوي چې له ولیعهد محمد بن سلمان سره پلان شوی ملاقات ښايي لغو او یا یې د ترسره کیدو تاریخ او وخت له سره وټاکل شي.