سوريه: حما ښار سقوط کړی او د حمص پر لور پرمختګ کيږي
۱۴۰۳ آذر ۱۶, جمعهد سوريې د ولسمشر، بشارالاسد وسله وال مخالفين د حلب او حماه لويو ښارونو تر نيولو وروسته، اوس د حمص ښار پر لور روان دي او غواړي دغه ښار هم ونیسي. حمص شاوخوا ۱ ميلیون او ۴۰۰زره نفوس لري او د سوريې درېم لوی ښار دی.
حماه ښار د پنجشنبې په ماښام (۲۰۲۴م کال د دسمبر ۵) په بشپړه توګه سقوط وکړ. د اسد حکومت د مخالفې ډلې، هيئت تحریر شام، مشر ابو محمد جولاني، پر ټولنیزو رسنیو یوه ويډيو کې سوريایانو ته د حماه ښار د نيولو مبارکي ورکړه. هغه زیاته کړه چې «پاڅونوال حما ښار ته داخلېدل پيل کړي تر څو د سوريې د ۴۰ کلن ټپ درملنه وکړي.»
جولاني: زموږ هدف د اسد رژيم نسکورول دی
د دغې ډلې رهبر، په یوه مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې وويل چې د دوی هدف د اسد د رژيم نسکورول دي.
جولاني له سي ان ان سره په خبرو کې وويل: «کله چې د اهداف په هکله خبرې کوو، هدف د رژيم نسکورول دی. دغه هدف ته رسېدل زموږ حق دی او د رسېدلو له پاره ېې له ټولو موجوده امکاناتو استفاده کوو.»
د هیئت تحریر شام رهبر اوس په دې هڅه کې دی چې خپل ځان «ولسي» وښيي او حتی خپل «جهادي نوم» (جولاني) ېې خپل واقعي نوم «احمد الشرع» ته تغییر کړی دی.
هیئت تحریر شام ډله، د النصره جبهې په نوم سازمان څخه (په سوریه کې د القاعده تروریستي سازمان یوه څانګه) بېله شوې خو وايي چې له ۲۰۱۶م کال راهيسي له القاعده سره هېڅ ډول ارتباط نه لري.
د حماه ښار تر سقوط وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د بشار الاسد د استعفا د ورکړې ويډيوګانې هم خپرې شوې دي، خو په تعقیب ېې د «سورېې د اطلاعاتو» وزارت د پنجشنبې په ماښام (د نومبر ۵مه) د هغه د استعفی خبر تکذیب کړ او هغه ېې «جعلي» وباله.
اردوغان: هیله لرم د مخالفینو پرمختګ له کومې حادثې پرته ادامه ولري
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د جمعې په ورځ وويل چې دی هېله مند دی چې په سوریه کې د مخالفینو پرمختګ «پرته له کومې حادثې ادامه ولري» او دی په دې باور دی چې د مخالفينو موخه پلازمينه نیول دی.
اردوغان زیاته کړه چې »تر اوسه پورې اهداف ادلیب، حماه او حمص او په یقین سره دمشق دي: د مخالفينو پرمختګ ادامه لري. موږ تمه لرو چې دغه پرمختګ پرته له کومې پېښه پرته ادامه ولري.»
اردوغان د بشار الاسد څخه د مذاکراتو په تړاو وویل چې د هغه له خوا ېې په دې هکله هېڅ پيغام نه دی ترلاسه کړی.
هغه زیاته کړه: «ما هغه ته وویل، راځه چې د سوریې د راتلونکې په هکله په ګډه خبرې وکړو، خو ما هېڅکله د اسد له خوا مثبت ځواب ترلاسه نه کړ.»
د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچېنې وويل خارجه وزیر هاکان فیدان، به د شنبې په ورځ د ایران او روسيې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په قطر کې د سوريې د کورنۍ جګړې په هکله خبرې اترې ولري.
روسيې د خپلو اتباعو د وتلو امر کړی
په سوریه کې د روسيې سفارت له روسي اتباعو څخه غوښتي دي چې په تجارتي پروازونو کې له سوريې ووځي. د روسې دولتي خبري آژانس تاس، د جمعې په ورځ وويل چې سفارت دغه غوښتنه وروسته له هغې کړې ده چې د اسد مخالفینو د سوريې پوځ پر ضد تعرضي حملې پیل کړې.
د سوريي ياغيان حمص ته نژدې کيږي
عربي رسنیو، له هغې جملې «العربیه» رپوټ ورکړی دی چې د سوریې حکومت وسله وال مخالفین اوس مهال د حمص ښار د مرکز په ۴۸ کيلومترۍ کې دي. حمص د سوريې د تر ټولو لوی ایالت مرکز دی.
د بشارالاسد هوايي ځواکونو د مخالفانو د چټکو پرمختګونو د مخنیوي له پاره یو پُل چې د حمص او حماه لويه لار سره نښلوي، په نخښه کړی.
د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز ېې په لندن کې دی ویلي دی چې «جنګي الوتکو څو حملې کړي او د حمص-حماه د لويې لارې پُل يې چې د حمص او حماه ښارونه سره نښلوي، هدف ګرځولی دی.»
د دغه سازمان په خبره، دغه اقدام د حماه او حمص لويو لارو تر منځ د اړيکو پرې کولو او د حمص ښار د امنيت له پاره شوی دی.
د لبنان حزب الله ډله د اسد ملاتړ کوي
په دې منځ کې د لبنان حزب الله اعلان کړی دی چې دوی به د بشار الاسد تر څنګ ولاړ وي او د سوريې پوځ سره به مرسته وکړي.
د حزب الله مشر نعیم قاسم، د پنجشنبې په ماښام په یوه تلویزیوني وینا کې وويل: «تکفيري او تروریستي ډلې، د اسرائيل او امریکا د لاس آلې دي او موږ به د سوريې تر څنګ یو، تر څو دغه حملې شنډې کړو.»
نعیم قاسم چې د حزب الله نوي رهبر دی، همدارنګه ېې وویل چې ایران له لبناني مهاجرو سره د مرستو له پاره حزب الله ته ۷۷ ميلیونه ډالر ورکړي دي.
نوموړی د حسن نصرالله او هاشم صفي الدين تر وژل کېدو وروسته، د حزب الله مشرۍ ته رسېدلی دی.