سولر انرژي د اقلیم په ساتنه کې مرسته کوي
د ځمکې د تودوښي د محدودولو هدف ته د رسيدو له پاره د بيا نوې کيدونکې انرژۍ سرچينې د فوسيلي انرژۍ ځای بايد ونيسي. لمر د انرژۍ بالقوه ستره سرچينه ده او په ټوله نړۍ کې اوس د سولار انرژۍ څخه ګټه اخيستل کيږي.
لمزیزه بريښنا: په ټوله نړۍ کې
د سولر تختې د انرژۍ د رسولو په برخه کې مخکښ دي. د ټولي نړۍ د انرژۍ دوه سلنه اړتيا لمریزه بريښنا پوره کوي. په اروپايي ټولنه کې آن ۴ سلنه. د اټکلونو پر اساس به تر ۲۰۲۰ م کال پورې د نړۍ د انرژۍ ۳ سلنه او تر ۲۰۳۰ م کال پورې آن ۱۳ سلنه اړتيا د لمزيزې بريښنا له لارې پوره کيږي.
چين په چټکۍ سره لمريزې بريښنا ته وده ورکوي
چين د سولر انرژۍ په برخه کې مخکښ دی. د ۲۰۱۷م کال تر پايه پورې په دغه هيواد کې پر ډيره ستر ساحه سولري تختې نصب شوې، چې د بريښنا جوړولو مجموعي وړتيا یې ۱۳۱ گيگا وات ته رسيدله. دا د کابو ۱۳۰ سترو اتومي او د ډبرو د سکرو د ۲۵۰ دستگاه څخه هم زياته انرژي ده. آلمان د ۲۰۱۷ تر پای پورې د ۴۳ گيگا وات لمزيزې بريښنا د توليد وړتيا لرله.
لمریزه بريښنا ډيره ارزانه انرژي ده
د سولر انرژۍ اهميت وار د واره زياتيږي. په هند کې تر اوسه تر لس گيگا واته زياتره لمريزه بريښنا توليديږي خو تر ۲۰۲۲ م کال پورې دا بايد ۱۰۰ گيگا واته شي. دمگړی په ټوله نړۍ د سولر د نويو دستگاو څخه په لاس راوړل شوي انرژۍ تر ټولو ارزانه تمامه شوې. هند او چين ځکه د ډبرو سکرو د نويو دستگاو پلانونه درولي دي.
د سولر انرژۍ په برخه کې پرمختگ
په ټوله نړۍ کې کابو دوه ميليارده انسانان برق ته لاس رسی نه لري. د رڼا له پاره زياتره د تيلو له څراغونو څخه استعفاده کيږي. خو د خارو تيل هم گران دي او سوځول یې تنفسي ناروغۍ پيدا کوي. د دې په پرتله سولر سستم چې بيتري ولري او LED څراغونه ارزان تماميږي. په بنگله ديش کې له دې لارې کابو ۴ ميليونه کورونو ته بريښنا ورکول کيږي.
په افغانستان کې د لمریزې بريښنا څخه استعفاده
د افغانستان د بریښنا شرکت په حواله په دغه هیواد کې په اوسط ډول په کال کې۳۰۰ لمریزي ورځې وي نو افغانان کولای شي چې په ډیر ښه ډول له پاکي لمریزي انرژۍ څخه کار واخلي. د افغانستان په ليرو پرتو سيمو کې خلک په شخصي لگښت د سولر تختۍ رانيسي او د بريښنا خپله اړتيا په پوره کوي.
د انرژۍ خپل اړتيا خپله پوره کول
د شخصي کورونو خاوندانو او شرکتونو د سولر انرژۍ له لارې د انرژۍ د اړتياو پوره کولو ته مخه کړې ده. په آلمان کې دا خپله پيدا کړل شوی برق د بريښنا د شرکتونو په پرتله ډير ارزانه او کابو په نيمه بیه تماميږي.
د بريښنا ذخيره کول
د خپلې توليد کړې بریښنا ساتل لا دمگړۍ گران بيه تماميږي. خو د سولاري بيتريو له لارې د دې قيمت هم مخ پر ځوړ دی. د بيتريو د تخنيک له وجې د خپلې انرژۍ د توليد تمايل لا پسې چټک شوی دی.
د «سولر امپلز ۲» په نوم الوتکې د لمريزې بريښنا پر مټ د نړۍ چکر وواهه. دا الوتکه ډيره سپکه ده او سولاري هستې او بيتري گانې یې ماشين ته انرژي ورکوي. د نړۍ د دې سفر سره د هوايي چلن دې نوښتگرو وښووله چې د انرژۍ او تخنيک نور ډير امکانات هم شته او د سولر انرژۍ څخه د استعفادې له پاره یې تبليغ وکړ.
د اقليم ساتنې وړتيا
لمر د نړۍ تر اړتيا ۱۰۰۰ چنده زياته انرژۍ لري. سولار تخنيک په ټوله نړۍ کې د انرژۍ د اړتيا د پوره کولو او د تودوښي د محدودولو په برخه کې مهم نقش لوبولای شي. د اقليم هدفونو ته د رسيدو له پاره په نړۍ کې له سولر انرژۍ څخه استعفاده ډير مهمه ده او دا کار بايد په ډيره چټکۍ سره وشي.