سوچي په نړیواله محکمه کې د روهنګیا مسلمانانو نسل وژنه رد کړه
۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبهاونګ سان سوچي په هالنډ کې د جزا د نړیوالې محکمې د قاضیانو په حضور کې د خپلې اوږدې وینا په ترڅ کې وویل چې د روهنګیا کړکیچ د میانمار داخلې مسئله ده. هغې وویل په دې اړه ګامبیا نا بشپړ او ګمراه کونکي حقایق وړاندې کړي دي.
د میانمار عملي لومړۍ وزیرې محکمې ته وویل: «که جرمونه شوي وي نو د هیواد د قانون په اساس به یي پر وړاندې اقدامات وشي.» میرمن سوچي وویل چې پوځ د وسله والو یاغیانو پر وړاندې له هیواد څخه دفاع کوله، ځکه په ۲۰۱۶م کال کې د پولیسو پر پوستو بریدونه شوي وو.
سوچي محکمې ته ډاډ ورکړ چې کوم جرمونه چې شوي دي په هغو کې د ښکيلو ملکي خلکو پر وړاندې به هم اړین اقدامات وشي.
اونګ سان سوچي په خپله اوږده وینا کې د میانمار د راخین ایالت وضعه پیچلې وبلله. نوموړې دا هم ومنله چې هغه د مسلمانانو ستونزې مني او له همدې امله دوی مجبوره شوي چې د خپل ژوند د ژغورنې په خاطر بنګله دیش ته مهاجر شي. د سوچې په خبره ګمبیا هیواد په خپله دعوی کې د راخین ایالت د پیچلي وضعیت په اړه نامکمل او ګمراه کونکی انځور وړاندې کړی دی.
هغې د نړیوالې محکمې د قاضيانو په مخکې په خپله اوږده وینا کې د روهنګیا یا مسلمان اقلیت د کلیمو د کارولو په ځای هغوې ته د غیرقانوني کډوالو، مهاجرو او ترهګرو الفاظ کارول.
نوموړې دا مسئله په بشپړه توګه د میانمار داخلي موضوع وبلله او له دې څخه یي انکار وکړ چې دا نسل وژنه ده.
تیره ورځ د سوچي دفتر ډنهاګ ته د هغې د راتګ په اړه ویلي وو چې هغه له ملي ګټو څخه د دفاع له پاره تللې ده. په رنګون کې په زرګونو کسانو د سوچي په ملاتړ مظاهرې هم وکړې.
د یادونې وړ ده چې د سه شنبې په ورځ د څارنوالې له خوا په خپلو کورونو کې د روهنګیا مسلمانانو د کورنیو د ژوندي سوځولو، ډله ایز جنسي تیریو او په لسګونو ماشومانو د ذبح کولو په اړه شواهد وړاندې کړای شول.
د اقامې دا دعوی د افریقایي هیواد ګمبیا له خوا د نومبر په میاشت کې د ډنهاګ نړیوالې محکمې ته وړاندې شوې وه. د ګامبیا د عدلیي وزیر د خپلو خبرو په پیل کې وویل چې هیواد یي یوازې غواړي چې میانمار دې نور دغه قتل او چور و چپاول بند کړي.
په ميانمار کې تر پوځي عملیاتو وروسته تر ۷۳۰ زرو ډیر روهنګیا مسلمانان له دغه هېواد څخه تیښتې ته اړ شول چې اوس د بنګله دیش په سرحد کې د مهاجرو په کمپونو کې ژوند کوي. میانمار مخکې تر دې هم د روهنګیا اقلیت پر وړاندې د ډله ایز جنسي تیري او وژنو ټول لګول شوي تورونه په وار وار رد کړي دي.
دویچه ویله/ش.ن/ب.ص