شعبه بازار، د بهرنیو موټرو «کابلۍ» پرزو مرکز
ویل کیږي چې د بهرنیو او قیمتي موټرو ساتل آسان کار دی، خو ترمیم او ساتنه یې گران کار دی. ځکه چې د دغه موټرو پرزې نه پیدا کیږي. خو د پيښور شعبه بازار دغه ستونزه اوس حل کړې ده.
د څلورو لسیزو مشهوروالی
د پيښور ښار په یوه څنډه کې «شعبه بازار» کابو له څلورو لسیزو راهیسې د موټرو د اضافي پرزه جاتو له پاره مشهوره دی.
بشپړ ماشین
په دغه بازار کې د هر ډول کوچنیو او لویو موټرو ماشینونه په آسانۍ سره موندل کیدای شي. د دوکاندرانو په خبره ځینې داسې ماشینونه هم موجود دي چې ښایي په موټر کې ډیر کم استعمال شوی وي.
له افغانستان څخه د پرزو راوړل
په دغه بازار کې ټولې اضافي پرزې له افغانستان څخه د تورخم له لارې پر لاسي کراچیو او یا هم د قچرو په واسطه پاکستان ته راړول کیږي او یا یې خلک د نورو سختو لارو افغانستان ته قاچاقوي.
د هر شي جلا دوکان
د شعبه بازار یوه ځانگړتیا دا هم ده چې دغلته د موټرو د بیلا بیلو پرزو جلا جلا دوکانونه دي. په دوکانونو بیلا بیلې پرزې راځړول شوي وي.
ارزان بیه
که له یوه اړخه په شعبه بازار کې د موټرو هر ډول پرزې په آسانۍ سره موندل کیدای، نو له بل اړخه یې له عام بازار څخه بیې هم ټیټي دي. دا ځکه چې دغه پرزې په قاچاقي توگه راوړل کیږی.
هر ډول پرزې
شعبه بازار یا شعبه مارکیټ له دې کلبه هم اهمیت لري، چې نه یوازې د گران بیو موټرو پرزې پیدا کیږي، بلکې د موټرو د ماشینونو داسې کوچنۍ پرزې هم پیدا کیږي چې په عام بازار کې یې موندل گران کار دی.
د پنجاب او سندهـ ایالتونو مشتریان
د حاجي گل احمد په خبره، هغه له تیرو ۲۳ کلونو راهیسې د پرزو د خرڅلاو له کاروبار سره تړلی دی. هغه وایي چې د خیبر پښتونخوا سربیره له پنجاب او سندهـ ایالتونو مشتریان هم شعبه بازار ته مخه کوي.
پایدار
مراد شاه د نوښار اوسیدونکی دی. هغه غواړي چې د خپل موټر له پاره نوی ماشین راونیسي او له دې کبله شعبه بازار ته ورغلی دی. د هغه په خبره دلته «کابلي» ماشینونه ډیر پایداره وي چې په مستقیمه توگه له جاپانه راوړل کیږي.
ارزان بیه پرزې
د شعبه بازار په هکله د عامو خلکو فکر دا دی چې دلته د موټرو پرزې اصلي، پایداره او ارزانه وي او په مارکیټ کې بیا د جعلي او خرابو پرزو د پیدا کیدو امکان ډیر دی.
۲۰۰ ورکشاپونه
که په شعبه بازار کې تر زرو زیات د موټرو د پرزو دوکانونه شته، نو په مارکیټ کې د شا او خوا ۲۰۰ مستریانو ورکشاپونه هم چې د خلکو موټرې جوړوي.
ټایرونه
د موټرو د ماشینونو او پرزو سربیره په دغه مارکیټ کې له جاپان، دوبۍ او نورو هیوادونو څخه د راوړل شوو موټرو ټایرونه هم شته. له کوچنیو موټرو څخه نیولی تر لارۍ موټرو پورې هر ډول ټایرونه پیدا کیدی شي.
بمپر او د مخې څراغونه
دوکاندار اکبر علي وایي: «په پاکستان د هر ډول نوي موټر بمپرونه او څراغونه له موږ سره شته.» د اکبر علي په خبره هغه له جاپان څخه پخپله دغه سامان رانیسي، خو مالیې څخه د بچ کیدو له پاره دغه سامان د افغانستان په نوم راغواړي.
تضمین
شاه عالم چې له دولس کلونو راهیسې په شعبه بازار کې سپیر پارټس، پلوري وایي چې زیات خلک ځکه دې مارکیټ ته مخه کوي چې مشتریانو ته د سامان تضمین ورکول کیږي او په عام بازار کې بیا دا کار نه کیږي.
کابلۍ یا افغانۍ پرزې
دا چې شعبه بازار ته د موټرو زیاتره پرزې له افغانستانه راوړل کړي نو له دې کبله د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې دغې پرزې د «کابلي یا افغاني» پرزو په نامه هم یادیږي. دانش بابر، پیښور