شمالي کوریا بیا توغندي ازمویلي
۱۴۰۱ فروردین ۴, پنجشنبهد جنوبي کوریا لوی درستیز د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای ۳۱مه) ویلي دي چې شمالي کوریا د ختیځ ساحل ونسان ښار څخه د لنډ واټن ویشتونکي دوه بالستیک توغندي توغولي دي.
د لوی درستیز په وینا دوو توغندیو۲۵۰ کیلومتره واټن وهلی او د ۳۰ کیلومترو ارتفاع ته رسیدلي دي. د لوی درستیز له لوري په خپرې شوې بیانیه کې ویل شوي دي: «موږ پر دې ټینګار کوو چې د توغندیو د توغولو لړۍ په کوریا ټاپو وزمه کې د ترینګلتیا له راکمولو سره مرسته نه کوي او له شمالي کوریا څخه غواړو چې له دغه ډول کړنو څخه ډډه وکړي.»
د جنوبي کوریا د یونهاپ په نوم خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغو توغنديو له پخوانیو ازمویل شویو توغندیو سره توپیر درلود.
د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې، ویلي دي چې د توغندیو توغولو «د جاپان ملي امنیت ته کوم ګواښ نه دی پيښ کړی.» د دفاع وزیر تاکیشي آیوایا، ویلي دي: «دا ډیره د خواشینۍ وړ ده چې شمالي کوریا د توغندیو توغولو ته ادامه ورکړې، چې د ملګرو ملتونو پریکړه لیک نقضوي.»
د امریکا متحده ایالاتو پوځ ویلي دي چې دوی د توغندیو د ازمویلو رپوټونه څاري.
شمالي کوریا شپږ ورځې ترمخه د لنډ واټن ویشتونکي دوه نوي بالستیک توغندي ازمویلي ول، چې له می میاشتي وروسته د توغندیو لومړنۍ ازموینه وه.
شمالي کوریا ویلي وو چې دغه توغندي د جنوبي کوریا له لوري نوي عصري دفاعي تکنالوژۍ رانیولو او په راتلونکي میاشت کې له امریکایي ځواکونو سره د پلان شوي پوځي تمریناتو پر وړاندې د خبرداري په موخه ازمویل شوي دي.
شمالي کوریا د اتومي بې وسلو کیدو په تړاو د مذاکراتو له پاره د امریکايا او جنوبي کوریا د ځواکونو تر منځ د ګډو پوځي مانورنو ختمیدل د لومړني شرط په توګه یاد کړي دي.
د شمالي کوریا د تیرې اوونۍ د توغندی ازموینه په نړیواله کچه غندل شوې وه. د آلمان د کورنیو چارو وزارت له شمالي کوریا څخه غوښتي ول چې له هر ډول لمسون څخه ډډه وکړي.
amp,cw/aw sr/nz (AFP, AP, Reuters)
زموږ له آرشیف څخه: