شمالي کوریا یو ځل بیا د بالستیک توغندیو ازموینه کړې
۱۴۰۲ فروردین ۷, دوشنبهد سویلي کوریا لوی درستیز وویل، چې دوه د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي د شمالي هوانګای ولایت څخه د جاپان سمندر ته توغول شوي. دواړو توغندیو د۳۷۰ کیلومتره واټن وهلی دی.
شمالي کوریا تر اوبو لاندې اټومي ډرون ازمویلی
د جاپان ساحلي ګارد تایید کړه چې دوه توغندي په ډېر احتمال د هیواد له ځانګړي اقتصادي زون څخه د باندې ساحه کې لگيدلي دي. جاپاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه دوه توغنديو يو غير عادي مسير تعقيب کړی دی.
منزوي شوی هېواد شمالي کوریا له کلونو راهیسې د خپلو وسلو پروګرام پراخوي او له همدې امله د نړیوالو بندیزونو سره مخ دی. د بالستیک توغندیو ازموینه هم منع ده. دغه ډول توغندي کیدای شي په اتومي سرگلولو هم سمبال شی.
د سويلی کوریا پوځ بشپړ چمتووالی لري
په سیول کې، لوی درستیز دا هم وویل، چې د سویلي کوریا پوځ د لا زيات احتېاط څه کار اخلي، بشپړ عملیاتي چمتووالی لري او د متحده ایالاتو سره نږدې همغږي لري.
امريکا او جنوبي کوریا ستر گډ پوځي تمرینات پیل کړي
دواړو متحدانو د تېرې پنجشنبې په ورځ په تېرو پنځو کلونو کې په سیمه کې خپل تر ټولو لوی ګډ پوځي مانورونه بشپړ کړل. دوی اوس هم په سیمه کې ځینې تمریناتو ته دوام ورکوي.
په پيونگ يانگ کي مشرتابه دغه مانورونه څاري او دې ته پر شمالي کوريا د احتمالي بريد د چمتووالي په سترګه ګوري او توغنديزي ازموينی يې زياتې کړي دي. واکمن کيم جونگ اون په دي وروستيو کې د بېلا بېل واټن توغندي فاير کړل. د شمالي کوريا د خپلو معلوماتو تر اوبو لاندې يو ډرون هم ازمویل شوی دی.