شټیرنبیرگ:«له اسلام سره د دښمنۍ پرضد مقابله وکړئ»
۱۳۹۸ مهر ۸, دوشنبهشټیرنبیرگ د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۲۹ مه) په پراگ کي وویل: «خاصتأ همدا موږ عیسویان چي ریښه مو له ایمان څخه سرچینه اخلي، باید د ادیانو ترمنځ ډیالوگ تقویه کړو، خصوصأ کله چي موږ درک کړو، چي زموږ په شاوخوا کي د اسلام څخه بیره موجوده ده. په غیر د هغه به داسي یو حالت او فضأ رامنځته سي، چي نور به یې کنټرولولای نه سو.«
شټیرنبیرگ همدارنگه وویل: «د دې په مقابل کي ودریږئ چي که اسلام په عمومي ډول سره تر پوښتني لاندي راسي او په بده سترگه ورته وکتل سي.«
د مهاجرت سیاست ته په کتو سره شټیرنبیرگ وویل: «زه په دې باندي ډیر خوشاله یم چي د جرمني د حکومت له پاره مهاجرین اوس هم یوه بشري موضوع ده او نه یوه مالي او یا د داخلي امنیت موضوع.«
ده ټینگار وکړ چي «د جرمني هیڅ یوه صدراعظم د ۲۰۱۵م کال په دوبي کي نه سوای ویلای چي موږ سرحدونه تړو. په دغه کال کي د سرحدونو خلاصیدل تر نن ورځي پوري زه یو بشري عمل بولم.«