شکاګو: د جنازې په مراسمو کې ۱۴کسان ټپیان شوي
۱۳۹۹ مرداد ۱, چهارشنبهد رپوټونو له مخې د جنازې پر مراسمو د فیرونو شالید لا روښانه نه دی. په شکاګو کې په سږني دوبي کې د خونړیو ډزو پيښو کې د پام ډیروالی راغلی دی. د ځای رسنیو د رپوټونو له مخې یوازې د تیرې میلادي اوونۍ په پای کې د ډزو په پایله کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ شکاګو او یو شمیر نورو ښارونو ته د فدرالي پولیسو یا ځواکونو د استولو ګواښ کړی وو. ترمپ په شکاګو کې وضعیت تر «افغانستان خراب» بللی دی.
خو د ترمپ ګواښ په لومړي سر کې د تبعیض ضد احتجاجونو ته غبرګون دی، چې ځینې وختونه یې په ترڅ کې اخ او ډب رامنځ ته کیږي. د رسنیو د رپوټونو له مخې د متحده ایالاتو د ساتني وزارت شکاګو ته احتمالاً د۱۵۰ فدرالي پولیسو په استولو باندي کار کوي. دغه ګام وروسته له هغې اخیستل کیږي چې د پولیسو او احتجاج کوونکو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شوی وو.
تر دې دمخه د متحده ایالاتو فدرالي پولیس پورتلند ته استول شوي دي، چې هلته هم اخ او ډب رامنځ ته شوی وو. د دغو احتجاجونو په ترڅ کې د فدرالي پولیسو ماموریت د سختو ناندریو د رامنځ ته کیدو سبب شوی دی. د دوشنبې په ورځ د شکاګو او پورتلند ښارونو په شمول د شپږو ښارونو ښاروالانو د ترمپ حکومت ته یو لیک استولی چې په خبره یې د ځایي چارواکو د تائید پرته ښارونو ته د فدرالي پولیس استول له اساسي قانون سره اړخ نه لګوي.