شکلات یا ککاو: د زرهاوو کلونو وسوسه
که هغه د چاکلیټ په شکل وي او یا هم په قوطیو کي وي ، ککاو په خپلو مختلفو ډولونو سره په نړیواله سطحه د خوښي وړ شیریني ده. د ککاو د ورځي په مناسبت به د هغه تاریخ ، بهیر او همدارنگه تیاره اړخ ته یوه کتنه وکړو.
په ککاو کي ډوبیدل
د جنوبي کوریا څخه نیولې ، تر بلجیم او بیا تر کیوبا پوري اوس داسي موزیمونه سته چي پکښي هر څه له ککاو څخه جوړ سوي دي. لیدونکي غواړي په عملي شکل د هغه تولید له نیژدو وویني. د مثال په ډول د کولن د ښار د ککاو په موزیم کي سړی کولای سي په خپله د هغه په جوړولو کي برخه واخلي. د ککاو دغه چینه چی په عکس کي لیدل کیږي له ۲۰۰ کیلوگرام مایع ککاو څخه ډکه ده.
د ککاو د میلو عنعنه
همدارنگه د میلو او جشنونو د جوړولو په ترڅ کي هم دککاو په اړه ډیر څه نندارې ته وړاندي کیږي. د ایټالیا په پیروگیا کي هر منی د "Eurochocolate" په نامه میلې جوړیږي چي په سلهاوو زره کسان ورځي. د لاتیني امریکا د ساوپالو د ککاو تر ټولو ستر جشن کی لکه څنگه چي په انځور کي لیدل کیږي ، په ژوندۍ بنه ککاو جوړیږي.
د اِلهه و څښاک
د ککاو اصلي هیواد مکسیکو دی. په دغه ځای کي ۳۰۰۰ کاله مخکي د اوملیک په نامه ټبر د ککاو لومړنۍ وني وکرلې او د ککاو څښاک یې جوړ کړ. همدارنگه د مایا قوم هم ککاو پیژانده خو پرته له شیدو او بورې څخه. ویل کیږي چي د هغوی له پاره دا یوسپیڅلی څښاک وو.
د یاقوتي رنگه ککاو نوښت
د شیدو ، تور او سپین ککاو ترڅنگ له یو څو کلونو راهیسي سور رنگه ککاو هم رامنځته سوی. روبي یا یاقوتي ککاو یوازی رنگ سوی سپین ککاو نه دی بلکه د هغه رنگ د ککاو د یوې ځانگړي لوبیا څخه په لاس راځي. همدارنگه د هغه خوند هم له نورو څخه جلا دی.
ککاو د هنر په توگه
له ککاو څخه ډیر شکلونه جوړ سوي ، لکه د مشهورو انسانانو مجسمې ، ریکارډونه او داسي نور جوړښتونه. همدارنگه د کرونا د بحران پر وخت هم د هغه سمبول په هنري ډول له ککاو څخه جوړ سوی. فرانسوي هنرمند ، ین فرانسوا پرې د کرونا د ویروس شکل د یوه لوی ککاوي غونډاري په توگه جوړ کړی . ښه اشتها!
د ککاو له کرلو څخه دهغه تر تولید پوري
که څه هم ککاو چي اصلي ځای یې لاتینه امریکا ده ، په لویدیځه افریقا کي ډیر کرل کیږي. خو تر ټولو زیات د عاج په ساحل کي د هغه کرل ډیر رواج لري. په دغه ځای کي پر ککاو باندي نور کار هم کیږي خو خوړل یې تر اوسه پوري د نړۍ په نورو ځایونو کي وي. هلته د اول وار له پاره د ککاو فابریکه په ۲۰۱۵ کال کي پرانیستل سوه چي پکښي د ځایی اوسیدونکو له پاره د ککاو د چاکلیټو قوطۍ تولیدیږي.
تریخ حقیقت؟
په بیا بیا سره داسي انتقادونه موجود دي چي د ککاو په فارمونو کي زیاتره کروندگر مجبور دي په ډیر کم معاش سره کارونه وکړي ، دا ځکه چي ککاو ډیر ارزانه دی. د بلی خوا په نړیواله سطحه ۲،۳ میلیونه کوچنیان بیا د ککاو په کرلو بوخت دي. همدارنگه د ککاو د فارمونو له پاره د باراني ځنگلونو وني هم ریبل کیږي چی دا کار چاپیریال ته سخت تاوان رسولی.