طالبان د اقلیم په نړیواله غونډه کې د مرستو په لټه کې دي
۱۴۰۳ آبان ۲۲, سهشنبهد طالبانو پخوانی مرکچی مطیع الحق خالص، چې د یوه درې کسیز پلاوي مشري کوي، د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د کنفرانس په تالار کې چې د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازود دوو اوونيو مذاکرات پیل کړي، د ټولو پام یې ځانته اړولی دی.
د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون ۲۹م کنفرانس (CUP 29) د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۴ کال د نومبر پر ۱۱مه په باکو کې پیل شو. دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د واکمنیدو وروسته په لومړي ځل دغه کنفرانس کې د ګډون اجازه ورکول شوې ده.
د طالبانو ادارې په تیرو وختونو کې هم هڅه کړې وه چې په مصر او متحده عربي اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم په کنفرانس کې ګډون وکړي، خو دغه هڅه یې بې پایله وه، لوی لامل هم دا دی چې یاده اداره لا هم د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل شوې.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر خالص، د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د دوی ټیم مختار بابایوف او د نړۍ د اقلیمي کنفرانس (کپ ۲۹) د مشر له خوا په دغه کنفرانس کې د ګډون له پاره وربلل شوي ډي.
ویل کیږې طالب پلاوي په دغه کنفرانس کې یوازي د مېلمه په توګه وربلل شوي او په مستقیم ډول په مذاکراتو کې دخیل نه دي.
د پیژندل شوې جهادي شخصیت مولوي یونس خالص زوی مطیع الحق خالص، د بابایوف له بلنې او د اذربایجان د حکومت له خوا د ویزې د ترلاسه کولو له اسانتیاوو څخه د مننې تر څنګ د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د هغه ټیم غواړي »نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورسوي چې د اقلیم بدلون یوه نړیواله ستونزه ده او هیڅ پوله نه پیژني.»
د دې په پام کې نیولو سره چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د نړۍ له دوښت څخه ډېر اغیزمن شوی، طالبانو استدلال کړی دی چې د دوی سیاسي انزوا باید د اقلیم په نړیوالو خبرو اترو کې د ګډون مخه ونه نیسي. خالص وويل: «د کپ ۲۹ د غونډې ګډونوال بايد په خپلو پرېکړو کې د افغانستان په څېر هېوادونه، چې د اقليمي بدلون له اغېزو ډېر زيانمن شوي، په پام کې ونيسي.»
د اذربایجان د چاپېریال او طبیعي زیرمو وزیر
خو په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو چلند کولی سي په دغه کنفرانس کې د بحث توده موضوع وګرځي، دا ځکه چې په ټوله اقلیمي کنفرانسونو کې د جنستي حقوقو مساوات مهم رول لوبوي.
هرجیت سینګ، د چاپیریال ساتنې یو کارپوه د فرانسې خبري آژانس ته وویل: »د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه تر ټولو زیانمنونکي، د خپل ژوند شرایط ښه کولو او د اقلیم بدلون سره د سمون له پاره مالي مرستو ته سخته اړتیا لري.«
هغه زیاته کړه: »خو له هغه ځایه چې د طالبانو اداره هڅه کوي په نړیوالو تمایلاتو کې برخه واخلي، نو د دوی [طالبانو] له پاره اړینه ده چې په خپل هیواد کې د نړیوالو بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.«
همداراز سنجي واشست، د جنوبي اسیا له پاره د اقلیم شبکې مدیر (CANSA)، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې ښځې او ماشومان د اقلیم د بدلون "اصلي بار" پر غاړه لري.
د هغه په وینا، په داسې حال کې چې طالبان له مذاکراتو محرومه شوي دي »نړۍ نشي کولی د افغانستان خلک چې د اقلیم له بحرانونو، د بشري حقونو د نقض او د بې وزلۍ سره مخ دي، یوازي پریږدي.«
د جنسیتي مسئله په اړه د فرانسې خبري آژانس د پوښتنې په ځواب کې خالص، وویل چې د اقلیم ساتنې پروژو پلي کول به "ښځو ته هم ګټه ورسوي".
د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کوربه هیواد آذربایجان، د طالبانو د بلنې په اړه د نظر ورکولو څخه ډډه کړې.
همداراز دغه هیواد د روان کال په فیبروري مياشت کې خپل سفارت په افغانستان کې پرانیزی، په داسې حال کې چې لا یې هم افغانستان په رسمیت نه دی پیژندلی.
پرمختللو صنعتي هیوادونو ژمنه کړې ده چې د اقلیم د ساتنې او تطابق له پاره به په کال کې سل ميلیارده ډالر مرسته وکړي ترڅو پرمختللي هیوادونه وکولی شي د اقلیم د مخ په زیاتیدونکي بدلونونو سره مقابله وکړي.
د افغانستان په استازیتوب، خالص په دغه کنفرانس کې وویل چې د افغانستان خلک هم باید د اقلیمي بدلون سرچینو ته د يوه حق په توګه لاسرسی ولري. هغه دا په باکو کې د ۲۰۲۴م کال د اقليم په نړیوال کنفرانس کې د خپل هیواد "اصلي تمه" وبلله.
له څو لسیزو جګړو وروسته افغانستان د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی او د اقلیم بدلون له ناوړه اغیزو سره مخامخ دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي بنسټ استازي روډریګز، په ۲۰۲۳م کال کې وویل چې وچکالي، سېلابونه، د ځمکې تخریب او د کرنیزو محصولاتو کمښت په افغانستان کې له عمده ګواښونو څخه دي.
د روان کال په مې میاشت کې په افغانستان کې سیلابونو سلګونه کسان ووژل او پراخې کرهڼیزې ځمکې یې ویجاړې کړې. هغه ځمکي چې د دغه هېواد د اتیا سلنه خلکو ژوند ورسره تړلی دی.
خالص وويل، چې افغانستان هڅه کوي په راتلونکي کال کې په برازيل کې د اقليمي بدلون په کنفرانس کې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړي: »موږ ډېره لېوالتيا لرو چې د برازيل په نړيوال کنفرانس کې اصلي ګډونوال و اوسو.« هغه زیاته کړه: »دا د افغانستان د خلکو حق دی، د اقلیم عدالت د هغو خلکو له پاره چې په حقیقت کې د اقلیم د بدلون له اغیزو څخه ډیر زیان منونکي دي.«
(AFP)