طالبان: د سولي له خبرو اترو خبر نه یو
۱۳۹۴ مرداد ۸, پنجشنبهتر دې دمخه هم د ملا عمر د مړیني آوازې خپري شوي وې، خو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په اول وار دا خبره تائید کړه چې د طالبانو مشر دوه کاله دمخه له یوي ناروغۍ مړ شوی دی.
ملا عمر له ۲۰۰۱م کال راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. د طالبانو یوې سرچینې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د کویټي شورا پر دې موضوع باندي د بحث په حال کې ده. دغې سرچینې زیاته کړې ده چې تر اوسه پوري لا هیڅ یوه غړي هم د ملا عمر مړینه نه ده تائید کړې.
د طالبانو یوه ویاند ویلي دي چې تر بحثونو وروسته به په دې اړه یوه بیانیه خپره شي. که د ملا عمر مړینه په رسمي توګه د ټولو اړخونو له خوا تائید شي نو کیدای شي چې دغه موضوع دغي افراطي ډلې ته یوه لویه ضربه وي.
د امیر المومنین په توګه، د طالبانو ډیر غړي پر ملا عمر راټول ول او په دې ډله کې یې د اختلافاتو رامنځ ته کیدو مخنیوی کاوه.
طالبانو د پنجشنبې په ورځ همداراز وویل چې د هغوی سیاسي دفتر د سولي د روانو خبرو اترو په اړه معلومات نه لري.
د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دوی د رسنیو له لاري خبر شوي دي چې د افغان حکومت او طالبانو استازې به د جولای مياشتي پر ۳۱ نیټه په چین او یا هم پاکستان کې سره وویني. هغه ویلي دي چې د طالبانو ټولې سیاسي چاري د دغي ډلي سیاسي دفتر پر مخ وړي، چې په روان بهیر خبر نه دی.